طالبان په کابل کې د پاکستان د سفارت په بندولو غور کوي
د طالبانو ویاند ویلي چې د پاکستان د پوځ د بریدونو د دوام په صورت کې، په کابل کې د پاکستان د سفارت تړل د دوی له احتمالي انتخابونو څخه دی.
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې که د پاکستان د پوځ بریدونه دوام وکړي، د طالبانو حکومت به په کابل کې د پاکستان د سفارت تړل هم د ممکنه اقدامونو په توګه وارزوي.
د پاکستان د وړمې ورځې د بریدونو په پایله کې، چې د افغانستان پر درېیو ولایتونو ترسره شول، ۳۸ تنه وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ادعا کوي په دغو بریدونو کې یې یوازې ۲۹ وسلهوال وژلي دي.
مجاهد له طلوع نیوز سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو حکومت لومړیتوب د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل دی او کابل نه غواړي وضعیت داسې کچې ته ورسېږي چې د دواړو لوریو له کنټرول څخه ووځي. خو هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید اوس مهال زغم ولري.
د طالبانو ویاند زیاته کړه چې حکومت به په مناسب وخت د پاکستان د پوځ د بریدونو غچ اخیستونکی ځواب ورکړي.