-
د روغتیايي ستونزو کمولو لپاره دې له بهر مېشتو افغان متخصصینو څخه کار واخیستل شي
Sep 15, 2023 09:36د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، د روغتیايي اړتیاوو پوره کېدو لپاره باید د ضرورت په وخت کې په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان علمي او متخصصو کادرونو څخه استفاده وشي.
-
تورخم دروازه له ۹ ورځو وروسته د هر ډول تګ راتګ په موخه پرانیستل شوه
Sep 15, 2023 09:29په تورخم کې پوځي کمیسار مولوي محمد عصمت الله یعقوب وایي چې د تورخم دروازه چې د پاکستان له لورې تړل شوې وه له ۹ ورځو تړل کېدو وروسته د ترافیکو او خلکو د تګ راتګ لپاره د پاکستان له لورې پرانیستل شوه. نور حال زموږ د همکار په محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د پاکستان یوې محکمې د عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړې ده
Sep 15, 2023 09:12په پاکستان کې یوې محکمې پرون د دولتي اسرارو د افشا کېدو په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه.
-
د چین نوي سفیر له امیرخان متقي سره لیدنه وکړه
Sep 14, 2023 09:28جاو شینګ د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي سره په دې ليدنه کې ژمنه کړې چې د کابل او بيجینګ ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا لپاره به هڅې وکړي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
په ننګرهار کې یوه هلک خپل پلار په تبرګي وژلی
Sep 14, 2023 04:06په ننګرهار کې سیمه ایزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یوه هلک خپل پلار د تبرګي په ګوزارونو وژلی دی.
-
لیبیا کې مرګوني سېلابونه؛ تازه تر ۲زره ډېر مړي موندل شوي
Sep 14, 2023 01:48د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي نن تر دوه زره ډېر جسدونه موندل شوي دي.
-
په سیمه کښې به هیڅ جنګ ونه شي
Sep 13, 2023 11:18د ایران دفاع وزیر د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ د شخړې په غبرګون کښې وویل: په سیمه کښې هیڅ ډول جنګ نه شي کیدې.
-
د اروپا د پارلیمان ایراني ضده دریځونو دوه اړخیزه اړیکو ته تاوان رسولی دی
Sep 13, 2023 12:51د ایران د خارجه وزارت ویاند د اروبايي اتحادیې د پارلیمان د مشر او ځینو استازو د ایراني ضده دریځونو په غبرګون کښې وویل: د ایران خلاف دې دریځونو دوه اړخیزو اړیکو ته تاوان رسولی دی
-
د سپوږمکۍ د تولید په لړ کښې له شمالي کوریا سره په ملګرتیا د پوتین ټینګار
Sep 13, 2023 12:50د روسیې ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره په کتنه کښې د سپوږمکۍ د تولید په برخه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا پّ زیاتیدو باندې تاکید وکړ.
-
امریکا په افغانستان کښې د داعش له شتونه د اندیښنې ادعا کوي
Sep 13, 2023 11:53د افغانستان په چارو کښې د امریکې ځانګړي استازي توماس ویسټ وویل چې په افغانستان کښې د داعش شتون او فعالیت د واشنګټن ترټولو ستره اندیښنه ده