په ننګرهار کې یوه هلک خپل پلار په تبرګي وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i138508-په_ننګرهار_کې_یوه_هلک_خپل_پلار_په_تبرګي_وژلی
په ننګرهار کې سیمه ایزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یوه هلک خپل پلار د تبرګي په ګوزارونو وژلی دی.
(last modified 2023-09-13T23:38:06+00:00 )
Sep 14, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کې یوه هلک خپل پلار په تبرګي وژلی

په ننګرهار کې سیمه ایزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې یوه هلک خپل پلار د تبرګي په ګوزارونو وژلی دی.

د ۸صبح ورځپاڼې د خبر له مخې، دغه پېښه د وږي میاشتې په ۲۱مه د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ په «وايګل» سيمه کې رامنځته شوې ده.

وژل شوی کس عالم نومېږي او زوی یې د تبرګي په ګوزارونو ټپي کړی و، خو د ډېرو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې.

تر اوسه د دغه سړي د وژنې انګېزه نه ده معلومه او د پېښې عامل له سيمې په تېښته بريالى شوى دى.

طالبانو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ننګرهار ولایت کې جنايي پېښې او کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

کارپوهان وايي، د بې وزلۍ او بېکارۍ خپرېدل، هغه لاملونه دي چې د دا ډول پېښو د زیاتوالي لامل کېږي.