-
د عاشورا د سپاه مرستیال قوماندان: د ایران عزت د شهيدانو د وینې برکت دی
Sep 29, 2025 09:00پارس ټوډې - د عاشورا د سپاه مرستیال قوماندان ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت عزت، ځواک او سرلوړي په نړۍ کې، د شهيدانو د وینې او د اته کلنې مقدسې دفاع برکت دی.
-
ستوري په لمن کې – د سعدي شیرازي ژوند او زمانې ته کتنه
Sep 29, 2025 08:58د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې دستوري په لمن کې نومې لړۍ له ننني ۲۵ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،او باید ووایو چې دغه ۲۵ مطلب ددغې لړۍ تر ټولو وروستی مطلب دی او په دې هیلې چې دغه لړۍ ستاسو د خوښې وړ ګرځيدلي وي، نو راځئ دغه وروستی مطلب څخه هم خوند واخلو او هم ترې پوهه زیاته کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
-
لاریجاني: موږ په هره کچه د لبنان او مقاومت ملاتړ ته چمتو یو
Sep 29, 2025 08:27پارس ټوډې - د ایران د ملي امنیت عالي شورا سلاکار، چې د مقاومت د سترو شهيدانو د شهادت د کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره لبنان ته تللی، د حزبالله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم سره وکتل.
-
افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
Sep 29, 2025 08:11د افغانستان د سرپرست حکومت ګڼو لوړپوړو چارواکو د امریکا د ولسمشر د هغو ادعاوو په غبرګون کې چې ویلي یې وو د بګرام هوايي اډه به له افغان طالبانو بیرته ونیسي، ټینګار وکړ چې د افغانستان حتی یوه لوېشت خاوره به هم امریکا ته ورنه کړي. د سرپرست حکومت په یوه اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزې شبکې خپره شوې، ویل شوي: امریکا باید د خپلو تېرو ناکامو تجربو پر ځای منطقي حل لارې غوره کړي.
-
دداعش یو مهم قومندان محمد احساني د افغانستان په مزارشریف کې هلاک شوی دی.
Sep 28, 2025 11:40سرچینې وائي چې احساني د تاجک ځانمرګو پاکستان ته دلیږد، د دوي د روزنې او د ترهګرۍ د عملیاتو پلان جوړولو مسؤل ؤ. په روان ستمبر کې په خیبر پښتونخوا باجوړ سیمې کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په په روانو عملیاتو کې داعش خراسان څانګې درې ترهګر هلاک شوي وو، چې په کې یو افغان ښاریز هم شامل و.
-
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازی ایران ته په سفر راغلی
Sep 28, 2025 10:45صادق خان، چې نن سهار تهران ته رسېدلی، له ایرانيو لوړپوړو چارواکو سره د کتنې او د دوو اړخیزو او سمیه ایزو بدلونونو په اړه د بحث او خبرو اترو پلان لري.
-
ایران له افغانستان سره د غیر تیلي صادراتو د پراختیا په لټه کې دی
Sep 28, 2025 10:37د ایران د اسلامي جمهوریت له ګاونډیو هېوادونو، په تیره بیا له افغانستان سره د خپلو غیر تیلي صادراتو د پراختیا په لټه کې دی.
-
د ایران د پوځ او سپاه وحدت د ایران د خاورې د بشپړساتلو ضامن دی
Sep 28, 2025 10:07د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز امیرسردار سيد عبدالرحيم موسوي د سپاه پاسدارانو له عمومی قوماندان سردار محمد پاکپور سره په کتنې کې د پوځ او سپاه وحدت او یووالی د دښمن د ماتې او د ملي امنيت، د خاورې د بشپړتیا او د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د ساتنې ضامن وباله.
-
هیچاته به اجازت ور نه کړو،زمونږ خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي
Sep 28, 2025 09:42د افغانسان د طالبانو د حکومت مرستيال ويندوي ووئيل چې په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله فعاليت نه کوي او د افغانستان حکومت به هیچا ته اجازت ور نه کړي چې د دغه هیواد خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
-
خبرې اترې د لويديځ لپاره ددوکې او د ايران د توغندوي وسلو د له منځه وړلو لپاره ددباؤ يوه وسيله ده
Sep 28, 2025 09:17د ایران د اسلامی شورا مشر محمدباقر قاليباف نن سهار د پارلمان په څرګندې غونډې کې په خپلې وينا کې د مقدسې دفاع اوونۍ د يادولو ترڅنګ وويل: په دغو شپو ورځو کې چې د ايران د ملت د تل پاتې حماسو يادونه کوي، مونږ ته دا رايادوي چې د اته کلنې مقدسې دفاع سرښیندنو د دغه الهي ټاټوبي د خلکو د انساني ظرفيتونو لوړه کچه نندارې ته وړاندې کړې او اسلامي نظام ئې د ايمان، ديني ولسواکۍ او ولايت فقيه پر بنسټ پیاوړی کړی دی.