افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i165196-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کې
د افغانستان د سرپرست حکومت ګڼو لوړپوړو چارواکو د امریکا د ولسمشر د هغو ادعاوو په غبرګون کې چې ویلي یې وو د بګرام هوايي اډه به له افغان طالبانو بیرته ونیسي، ټینګار وکړ چې د افغانستان حتی یوه لوېشت خاوره به هم امریکا ته ورنه کړي. د سرپرست حکومت په یوه اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزې شبکې خپره شوې، ویل شوي: امریکا باید د خپلو تېرو ناکامو تجربو پر ځای منطقي حل لارې غوره کړي.
(last modified 2025-09-29T07:15:17+00:00 )
Sep 29, 2025 11:41 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د افغانستان د سرپرست حکومت ګڼو لوړپوړو چارواکو د امریکا د ولسمشر د هغو ادعاوو په غبرګون کې چې ویلي یې وو د بګرام هوايي اډه به له افغان طالبانو بیرته ونیسي، ټینګار وکړ چې د افغانستان حتی یوه لوېشت خاوره به هم امریکا ته ورنه کړي. د سرپرست حکومت په یوه اعلامیه کې چې په ایکس ټولنیزې شبکې خپره شوې، ویل شوي: امریکا باید د خپلو تېرو ناکامو تجربو پر ځای منطقي حل لارې غوره کړي.

په دې اعلامیه کې زیاته شوې: اسلامي امارت د اسلامي اصولو، متوازنې بهرنۍ پالیسۍ، اقتصاد محوره تګلارې او متقابلو ګټو پر بنسټ، له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي. همدارنګه په دې اعلامیه کې راغلي چې امریکا د دوحې په تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ د ساتنې لپاره به له زور څخه کار نه اخلي او په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي؛ له همدې امله، له واشنګټن څخه غوښتل شوي چې دې تړون ته ژمن پاتې شي.

په دې اړه، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل: حتی د افغانستان یو متر خاوره به هم امریکایانو ته ورنه کړل شي. همدارنګه، د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت هم د بګرام هوايي اډې په اړه د خبرو اترو په اړوندو راپورونو په غبرګون کې وویل: د افغانستان د یوه لوېشت خاورې په اړه معامله ممکنه نه ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: که افغانستان د بګرام هوايي اډه د هغه جوړوونکو یعنې امریکا ته بېرته ورنه کړي، بدې پېښې به رامنځته شي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان وکړ چې کابل د هغو مثبتو دریځونو هرکلی کوي چې د یو شمېر هېوادونو له خوا د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په اتیایمې ناستې کې د افغانستان په اړه مطرح شوي او دا یې واقع‌بینانه بللي. حمدالله فطرت زیاته کړه: د افغانستان ثبات او پرمختګ به د ټولې سیمې په ګټه وي.

د طالبانو مرستیال ویاند وویل: کابل د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا باندې ټینګار کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دې چې د منځنۍ آسیا او عربي هېوادونو ګڼو چارواکو په دې ناسته کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه کړې.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه وویل: کابل غواړي له اسلام‌اباد سره اختلافات، د رغنده خبرو اترو له لارې حل کړي. نوموړي خبرداری ورکړ چې تورونه او د زور کارول د افغانستان او پاکستان په ګټه نه دي.

مجاهد د پاکستان له عالمانو او دیني حلقو وغوښتل چې د خپل ټولنیز نفوذ په کارولو سره، د سیمې د ارامۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي. د طالبانو ویاند د پاکستان ولس ته په خطاب کې ټینګار وکړ چې افغانان په پاکستان کې په ناامنۍ پسې نه دي او د دې هېواد له ولس سره دښمني د اسلامي امارت په اجنډا کې نشته.

دا څرګندونې په داسې حال کې دې چې پاکستاني چارواکو څو ځلې د افغانستان خاوره د خپل امنیت لپاره ګواښ بللې؛ هغه ادعا چې تل د افغان طالبانو له خوا رد شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې په خپله وینا کې د غزې پر وړاندې د اسرائیلي رژیم بریدونه وغندل او ویې ویل: دې بې‌رحمه نسل‌وژنې پر ښځو او ماشومانو بې‌ساري وحشت تپلی دی. شهباز شریف د فلسطین، کشمیر، له اسلامه وېرونې، ترهګرۍ، د افغانستان وضعیت، اقلیمي بدلونونو او څو اړخیزې همکارۍ په ګډون، د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو د خپل هېواد دریځونه بیان کړل.

د پاکستان لومړي وزیر د پهلګام پېښې او له هند سره د څلور ورځنۍ جګړې په اړه وویل: هند هڅه وکړه له دې بشري غمیزې سیاسي ګټه پورته کړي او د پاکستان له لورې د نړیوالو خپلواکو څېړنو وړاندیز له ردولو وروسته، د پاکستان پر ښارونو بریدونه وکړل او ملکي وګړي یې په نښه کړل. شهباز شریف زیاته کړه: پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې پر بنسټ د مشروع دفاع په چوکاټ کې غبرګون وښود.

د پاکستان لومړي وزیر له هند سره په وروستۍ جګړه کې د چین او ایران له ډیپلوماتیکو ملاتړونو مننه وکړه او ویې ویل: د نړیوالې ټولنې منځګړیتوب او ملاتړ د لویې جګړې مخه ونیوله.  

د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې په تېرو درېیو میاشتو کې د پنجاب ایالت په پراخو امنیتي عملیاتو کې لږ تر لږه ۸۹ کسان چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن وو، نیول شوي. دا عملیات د ترهګرۍ ضد ادارې (CTD) لخوا د شاوخوا ۹۴۰ معلوماتي عملیاتو په چوکاټ کې ترسره شوي. د امنیتي چارواکو په وینا، په نیول شویو کسانو کې د القاعدې غړي او د کورنیو منع شویو ډلو لسګونه غړي شامل دي.

د خبري سرچینو په وینا، په دې عملیاتو کې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، سلګونه چاودېدونکي وسایل او د افراطي ډلو چاپي مواد او نور مهم تجهیزات هم کشف او ضبط شوي. د پاکستاني رسنیو په حواله، د ترهګرۍ ضد امنیتي سرچینو ویلي: ډېری نیول شوي کسان د مهمو دولتي ودانیو پر ضد د بریدونو پلان جوړولو په حال کې وو.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکو ټینګار کړی چې اصلي موخه، د ترهګریزو بریدونو مخنیوی او په هغه هېواد کې د کورني امنیت پیاوړتیا ده، چې تېر کال د پام وړ شمېر بریدونو د زیاتېدو شاهد وو.  

 

پاکستاني رسنیو اعلان وکړ چې د دې هېواد د پوځ په هوايي برید کې د خیبرپښتونخوا په  تیراه سیمه کې لږ تر لږه پنځه کورونه په نښه او ویجاړ شوي. په دې بریدونو کې له ۲۰ څخه زیات کسان وژل شوي. ویل کېږي چې دا برید د وسله‌والو پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره ترسره شوی، خو ملکي وګړو ته زیان رسېدلی.

په وروستیو اونیو کې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د وسله والو کسانو بریدونه زیات شوي. یوازې په تېرو ورځو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د لکي مروت او بنو په سیمو کې په جلا عملیاتو کې د لږ تر لږه ۳۱ وسله‌والو د وژلو خبر ورکړی وو.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ادعا وکړه چې د وروستیو بریدونو ۷۰ سلنه ترهګر چې د تحریک طالبان پاکستان غړي وو، د افغانستان اتباع وو. د نوموړي په وینا، د تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې د افغان جنګیالیود  شمېر زیاتوالی د طالبانو د حکومت ناکامي یا د دې ډلې له لورې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو د مخنیوي لپاره د ارادې نشتوالی ښيي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې پاکستان تل د طالبانو پر حکومت تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان غړو ته یې پناه ورکړې، خو کابل دا ادعا تل رد کړې.

د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په شمول، ګڼو چارواکو څو ځلې ویلي چې امنیتي ستونزې د پاکستان کورنۍ مسله ده، نو اسلام‌اباد باید د نورو تورنولو پر ځای خپلې داخلي ننګونې حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د اسلام‌اباد پر ژمنتیا ټینګار وکړ او دا یې د صداقت، متقابل احترام او سیاسي ارادې مشروط وباله. اسحاق ډار له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا ډلې کولای شي د سیمې سوله او امنیت له خطر سره مخ کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د اړیکو ډلې په لومړۍ ناسته کې له افغان طالبانو وغوښتل چې د سرحدي ترهګرۍ پر وړاندې مشخص او د تصدیق وړ اقدامات وکړي.

 

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له افغان طالبانو سره د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر چې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کوي، باید لومړی افغانستان ته لاړ شي او له افغان طالبانو سره وویني. عمران خان د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پاکستان د پوځ پر پوځي عملیاتو سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه: دا ډول عملیات ترهګري نوره هم زیاتوي.

د تحریک انصاف مشر وویل: د قبایلي سیمو او ټولې سیمې د سولې لپاره اړینه ده چې د پاکستان دولت او د دې سیمو خلک له افغان طالبانو او د افغانستان له ولس سره خبرې اترې وکړي.

په اسلام‌اباد کې د ایران سفارت د اته کلنې سپېڅلې دفاع او د لبنان د حزب‌الله پخواني مشر سیدحسن نصرالله د یاد مراسمو په موخه یوه غونډه جوړه کړه چې پکې سیاسي او دیني شخصیتونو، د پوهنتون استادانو او رسنیو استازو ګډون درلود. په دې غونډه کې ګډونوالو د اته کلنې سپېڅلې دفاع او مقاومت د شهیدانو لوړ مقام ته درناوی وکړ او ویې ویل چې د سیمې د ولسونو پایداري د اشغال او تسلط پر وړاندې یوه نه بدلېدونکې لار ده.

د مراسمو ویناوالو د فلسطین د شهیدانو او د سیدحسن نصرالله د بې‌ساري شخصیت درناوی وکړ او ویې ویل چې د مقاومت له محوره د ایران بشپړ ملاتړ د دښمنانو ویره او د امریکا او اسرائیلي رژیم د توطیو د ماتې لامل شوې. ګډونوالو ټینګار وکړ چې یووالی د اسلامي نړۍ د دښمنانو، په ځانګړې توګه د نړیوال استعمار پر وړاندې د بریا یوازینۍ لاره ده.

په دې مراسمو کې د استکبار پر وړاندې د سیمې د ولسونو پر یووالي او د اسرائیلي رژیم پر وړاندې د مقاومت محور د بریا پر حتمي والي ټینګار وشو. د غونډې په پای کې د «مکتب نصرالله» کتاب اردو ژباړه، چې د سیدحسن نصرالله د اربعین په مراسمو کې د ګډونوالو له نظرونو راټول شوی وو، مخکتنه وشوه.

ژباړه: زماني