-
ټرمپ: که بګرام امریکا ته ونه سپارل شي، بدې پېښې به رامنځته شي
Sep 21, 2025 02:30د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د بګرام هوایي اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړی: «که افغانستان د بګرام هوایي اډه هغو ته چې دا اډه یې جوړه کړې (یعنې متحدو ایالتونو ) بېرته ور نه کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»
-
غزه د اور په لمبو کې؛ د صهیونیسټي رژیم په هوايي بریدونو کې ۴۰ فلسطیني وګړي شهیدان شول
Sep 21, 2025 01:53پارس ټوډې - فلسطیني طبي سرچینو ویلي، د صهیونیسټي رژیم د پوځ په هوايي بریدونو کې په غزې کې لږ تر لږه ۴۰ فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.
-
صهیونیستانو ته د القسام نوی پیغام: له خپلو اسیرانو سره خدای پاماني وکړئ
Sep 21, 2025 01:44پارس ټوډې - د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د پوځي څانګې القسام ډلو په غزې کې د صهیونیسټي اسیرانو د انځورونو په خپرولو سره صهیونیسټانو ته وویل چې د غزې پر ضد د یرغل له امله به له خپلو اسیرانو سره وداع وکړي.
-
روسیه: د اسنپ بیک په اړه د امنیت شورا رایه اچونه ډیپلوماتیک مشروعیت نه لري
Sep 21, 2025 01:36پارس ټوډې - د روسيې بهرنیو چارو وزارت، د ایران پر ضد د تحریمونو د بېرته راوستلو په اړه د امنیت شورا رایه اچونې ته په غبرګون کې، دا اقدام له ډیپلوماسۍ سره بېتړاو وباله او د هغه څه پر وړاندې یې د مبارزې غوښتنه وکړه چې دوی یې "د لوېدیځ حقوقي پوچگرایي" بلي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت دفاع وزیر: ۱۲ ورځنۍ جګړه د ایران د ملت د اقتدار او یووالي نښه وه
Sep 20, 2025 11:40پارس ټوډې - د ایران اسلامي جمهوریت د دفاع او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر، ۱۲ ورځنۍ جګړه د ملي درېدنې او د ملاتړو بنسټونو د یووالي د یوې بېلګې په توګه وبلله.
-
ټرمپ: له افغانستان سره د بګرام هوایي اډې په اړه خبرې کوو
Sep 20, 2025 10:27د امریکا ولسمشر وایي چې دی له افغانستان سره د بګرام د هوایي اډې د بیرته نیولو په تړاو خبرې کوي.
-
د افغان طالبانو ویاند: افغانستان په پاکستان کې د ناامنۍ غوښتونکی نه دی
Sep 20, 2025 10:16د افغان طالبانو د حکومت ویاند د پاکستان دفاع وزارت د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان له پاکستان سره د ورورولۍ د اړيکو ساتل غواړي.
-
اردوغان: قدس د ټول بشریت عزت او کرامت دی
Sep 20, 2025 10:02پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې ترکیه چمتو نه ده چې د قدس حتی یوه تیږه هم اسرائیلو ته وسپاري.
-
اسرائیلو ته د انصارالله سخت خبرداری: له صنعا مخکې، ایلات وژغورئ
Sep 20, 2025 09:49پارس ټودې - د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي د کښتیو په بیرته نیولو کې د اسرائیلو ناتوانۍ ته په اشارې سره، د صنعا اشغال یې یو لرې خوب وباله.
-
د مصر مفتي وائي؛ قرآن د کلتورونو اختلاف د ملګرتیا لپاره یو فرصت ګڼي
Sep 20, 2025 02:39د مصر مفتي زیاته کړې: اسلامي تمدن د پیړیو په اوږدو کې ثابته کړې چې ریښتینې پراختیا د پوهې، علم، دیني او اخلاقي ارزښتونو پر ترکیب ولاړه ده. لوي ښارونه لکه سمرقند، بخارا، بغداد، دمشق او قاهره وده وکړه، چیرې چې اقتصاد له کلتور سره او روح له پوهې سره یوځای شو. دا تمدنونه د بشر مشترکو میراثونو په جوړولو کې رول ولوباوه چې د بشري وجدان غني کوي.