اردوغان: قدس د ټول بشریت عزت او کرامت دی
Sep 20, 2025 13:32 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې ترکیه چمتو نه ده چې د قدس حتی یوه تیږه هم اسرائیلو ته وسپاري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ: داسې ښکاري چې نتانیاهو د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د قدس شریف په اړه خپل حد نه پېژني او هڅه کوي چې غبرګونونه و ازمويي، خو موږ په بشپړه توګه پوهېږو چې دوی د څه په لټه کې دي.
انقره به د مسلمانانو او ټولو ادیانو د حقونو دفاع ته دوام ورکړي، حتی که اشغالګران له دې اقدام سره مخالف وي.
اردوغان صهیونیسټي ماشوم وژونکو ته په خطاب کې زیاته کړه: هغه جنایتکاران چې د غزې د ۶۵ زره مظلومو کسانو په وینو یې لاسونه سره دي، باید پوه شي چې قدس د مسلمانانو او ټول بشریت شرف، کرامت او عزت دی او د هغه دفاع د سولې او مشترکو انساني ارزښتونو دفاع ده.
ټیګونه