-
قطر له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه
Jan 30, 2026 10:58د قطر د دولت د نړیوالو همکاریو وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند د یوناما له مرستیال انډریکا رټواټه سره لیدلي او د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
-
د ملګرو ملتونو سرمنشي د ايران په اړه هوکړې ته د رسېدو لپاره پر خبرو اترو ټينګار وکړ
Jan 30, 2026 10:55د ملګرو ملتونو سرمنشي«انتونيو ګوترش»، د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتريخوالي له زياتېدو وروسته، د ايران په اړه هوکړې ته د رسېدو لپاره پر خبرو اترو او مذاکرې ټينګار وکړ.
-
د آذربايجان جمهوريت: موږ به هېڅکله د ايران پر ضد د خپل هوايي حريم د کارولو اجازه ور نه کړو
Jan 30, 2026 10:53د اذربايجان جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل چې باکو به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد له هوايي حريم يا خاورې څخه د ګاونډي هېواد، يعنې ايران، پر ضد د پوځي عملياتو لپاره کار واخيستل شي.
-
د ترکيه په تر ټولو سترې چاڼخونې کې چاودنه او اورلګېدنه
Jan 30, 2026 10:49د ترکيې چارواکو او رسنيو د دې هېواد په تر ټولو لويې د تېلو چاڼ خونه کې د سترې چاودنې او اورلګېدنې خبر ورکړی او ويلي يې دي چې دغه چاڼخونه په بشپړ ډول تخليه شوې ده.
-
پاکستان: موږ به له اسرائيلو سره د جوړجاړي تړون کې یوځای نه شو
Jan 30, 2026 10:47د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعلان وکړ چې هېواد يې د ابراهيم له تړون (له صهيونيسټي رژيم سره د جوړجاړي تړون) سره نه دی يوځای شوی او همدارنګه يې په غزه کې د نړيوال سولهساتي ځواک سره د يوځای کېدو هېڅ پرېکړه نه ده کړې.
-
لاوروف: روسيه د منځګړيتوب لپاره چمتو ده / د ايران په اړه د امريکا پټ هدف
Jan 30, 2026 10:43د روسيې د بهرنيو چارو وزير وويل چې مسکو په ۲۰۱۵ کال کې د برجام هوکړې ته د رسېدو په بهير کې مهم رول لوبولی وو، او زياته يې کړه: ايراني، امريکايي او اسرائيلي اړخونه پوهېږي چې موږ د منځګړيتوب او د ورته کار د ترسره کولو لپاره چمتو يو.
-
د پاکستان د وکیلانو ټولنې د ایران په اړه د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا پرېکړه وغندله
Jan 30, 2026 02:44دغه اعلامیه د نړیوالو حقوقو له بنسټیزو ارزښتونو سره سمون نه لري؛ په هغو کې د هېوادونو د عامه نظم او امنیت درناوی، د قضایي قوې خپلواکي، د حکومتونو حاکمیت، او د قانون حاکمیت شامل دی.
-
پر سپاه پاسدارانو د تور لګول د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام دی
Jan 30, 2026 02:35د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اروپائي اتحادئې د بهرنیو چارو د وزیرانو هغه غیر قانونه، ناحقه او ریاکاره پرېکړه،چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد پکې بېاساسه تورونه لګول شوي او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو باعزته او ولسی ځواک ته پکې ناسم نوم ورکړل شوی،د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام ګڼي او په ترټولو سختو الفاظو ئې غندي.
-
اروپا د سپاه پاسدارانو په باب لویه سټراټیژیکه تېروتنه وکړه
Jan 30, 2026 01:39د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سیدعباس عراقچي، د اروپا د دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې په خپلې ایکس (پخواني ټویټر) پاڼې کې ولیکل: دا مهال څو هېوادونه هڅه کوي چې زمونږ په سیمې کې د یوه بشپړ جګړې له رامنځته کېدو مخه ونیسي. جالبه دا ده چې له دغو هېوادونو څخه هېڅ یو هم اروپائي نه دی.
-
اسلامی ایران به له خپلې دفاع هیڅکله هم غفلت ونه کړي
Jan 30, 2026 01:25د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان د قطر له امیر او د پاکستان له لوری وزیر سره په جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرو کې، د سیمې وروستي بدلونونه وڅېړل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ ئې د یووالي د پیاوړتیا او د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلماسۍ پر دوام ټینګار وکړ.