آملي لاریجاني: دښمن په مخامخ ډغرَې کې ماتې خوړلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173254-آملي_لاریجاني_دښمن_په_مخامخ_ډغرَې_کې_ماتې_خوړلې_ده
پارس ټوډې – د ایران د مصلحت د تشخیص  د ټولنې مشر وویل: د ایران د عزتمند او قدرمن  ملت مقاومت دښمن په مخامخ  ډغرې  کې په ګونډو کړی دی.
(last modified 2026-05-23T07:21:57+00:00 )
May 23, 2026 11:49 Asia/Kabul
  • د ایران د مصلحت  پيژندونکي ټولنې مشر  آیت‌الله صادق آملي لاریجاني
    د ایران د مصلحت  پيژندونکي ټولنې مشر  آیت‌الله صادق آملي لاریجاني

پارس ټوډې – د ایران د مصلحت د تشخیص  د ټولنې مشر وویل: د ایران د عزتمند او قدرمن  ملت مقاومت دښمن په مخامخ  ډغرې  کې په ګونډو کړی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، چې زمونږ د خبریال  له قوله ئې  نقل کړی، د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د مصلحت پيژندونکي ټولنې مشر  آیت‌الله صادق آملي لاریجاني په خپل ټولنیز   چینل پاڼې کې ولیکل: د ایران د شریف او نه ستړي کېدونکي ملت مقاومت، دښمن په مخامخ مقابلې کې په ګونډو کړی او هغه ئې د بندیزونو او اقتصادي کلابندئ سنګر ته  په شاتګ  مجبور  کړی دی.

هغه زیاته کړه: د دغې کلابندئ ماتول، په کلک مقاومت او هوښیارۍ کې نغښتي دي.  اوس تر بل هر وخت زیات، د مسئولینو ویښ نظر او کلکې ارادې ته اړتیا ده، څو د ګټې‌اخیستونکو پر وړاندې په زړَورتیا او د بازار پر وضعیت د هوښیار مدیریت له لارې، د دښمن د بندیزونو او دباؤونو خنډ مات کړي او د ټولنې اقتصادي ثبات وساتي.