-
په غزې کې د اوربند وړاندیزي پلان ته حماس په مثبت نظر سره ګوري
Feb 07, 2024 03:50مونږ همداراز د فلسطین په ملت او د مونږ دټاټوبی په تیره بیا د غزې تړانګې د اتلوال ولس په تل پاتیکیداو او مقاومت د درود په استولو سره ټینګار کوو ،چې حماس د فلسطین له ټولو ملی ډلو او بهیرونو سره یو ځای د نیواکګرۍ دختمولو او د په دغه ټاټوبی کې او د هغه دمقدساتو په ساتلو کې د ملی حقوقو د تحقق په لاره کې دخپل ملت دفاع ته هماغه شان دوام ورکوو.
-
په غزې کې یو بل خبریال هم شهید شو
Feb 07, 2024 03:10ترپرون ناوخته پورې د اکتوبر له اومې نیټې راپه دې خوا د شهیدانو شمیر اوه ویشت زره پنځه سوه پنځه اتیا تنو ته رسیدلی چې کابو اویا فیصدي قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي . دغه راز د ټپیانو شمیر هم کابو اوه شپیته زروته رسیدلی دی.
-
د حضرت امام خمینی مبارزه ددرستوافریقائي ځوانانولپاره ستردرس دی
Feb 07, 2024 03:05د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د پنځه څلویښتمې کلیزې په مناسبت یو شمیر نیجریه ي ځوانانو ټينګار کړی دی ، د ایران د اسلامی انقلاب درسونه ، د نیجریه پشمول د افریقا د ولس لپاره دیوه خپلواکه او حقیقي آزادي لرونکي هیواد د درلودلو په موخې سره درس دی.
-
په غزې کې اور بند او د مرستو رسول د ټولو انساني دنده ده
Feb 07, 2024 02:56د ایران او قطر خارجه وزیرانو د غزې تړانګې په ضد د صهیونیسټي رژیم د حملو د درولو او په دغې تړانګې کې د اوربند د ټینګیدا لپاره د مطرح شوو نوښتونو لپاره دسیاسی خوځښتونو او هڅو په ترټولو وروستي وضعیّت خبرې اترې وکړې .
-
د دوحې له ناستې وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکوکې مثبت بدلونونه راشي
Feb 07, 2024 01:05د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه لېواله ده چې له افغانستان سره اړیکي پیل او ورسره ملګرتیاوکړي.
-
په پاکستان کې د انتخاباتي کمپاین په اوج کې پرکاندیدانو حملې هم زیاتې شوي
Feb 06, 2024 11:24په همداوروستیو کې د خیبر پختونخواه صوبې په ملاکنډ سیمې کې د تحریک انصاف ګوند یو کاندید په ټکه وژل شوی او دغه راز یو شمیر نورو پيښو کې یو شمیر نورو کسانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي .
-
په کراچۍ کې د افغانستان د شیانو زر کنټينر درول شوي دي
Feb 06, 2024 12:16د افغانستان د طالبانو د حکومت د پانګونې او تجارت د کوټې مرستیال محمد یونس مومند هم وئیلي دي، ددغو مشکلاتو د حل لپاره دافغانستان او پاکستان اړونده چارواکي باید هڅه وکړي ، او د تاجرانو لپاره لازیاتې آسانتیاوې رامینځةکړي .
-
یوې ترکیۍ میرمنې پخپل خاوند د حمام نه کولو له امله شکایت کړی
Feb 06, 2024 12:14د ترکیې هېواد یوې میرمنې د خپل خاوند پرضد محکمې ته شکایت کړي دی چې خاوند یې په اوږده موده کې حمام نه کوي او له امله له هغه څخه د خولو بوی ځي.
-
پنځو نړیوالو مؤسسو ويلي، نړۍ باید د افغانستان لپاره لاس په کار شي
Feb 06, 2024 11:40له متوسط حده ګرَم ژمی او د واورو کمښت، په افغانستان کې د ژواک چاپیریال او آب وهوا د ترټولو بدو شرائطو ښودنه کوي.
-
له افغانستانه د نشه ایزو توکو په قاچاق کې د کمښت نښې نه وینو
Feb 06, 2024 04:05له بلې خوا، دې تاجکستانۍ ادارې ویلي چې دوشنبې د طالبانو له لوري د مخدره موادو پر ضد د ترسره شویو فعالیتونو په اړه، هېڅ ډول اطلاعات نه دي ترلاسه کړي.