په کراچۍ کې د افغانستان د شیانو زر کنټينر درول شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i145844-په_کراچۍ_کې_د_افغانستان_د_شیانو_زر_کنټينر_درول_شوي_دي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د پانګونې  او تجارت د کوټې مرستیال  محمد یونس مومند هم وئیلي دي،  ددغو مشکلاتو د حل لپاره دافغانستان  او پاکستان اړونده چارواکي باید هڅه وکړي ،  او د تاجرانو لپاره لازیاتې آسانتیاوې رامینځةکړي .
(last modified 2024-02-06T07:49:25+00:00 )
Feb 06, 2024 12:16 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کې د افغانستان د شیانو زر کنټينر درول شوي دي

د افغانستان د طالبانو د حکومت د پانګونې  او تجارت د کوټې مرستیال  محمد یونس مومند هم وئیلي دي،  ددغو مشکلاتو د حل لپاره دافغانستان  او پاکستان اړونده چارواکي باید هڅه وکړي ،  او د تاجرانو لپاره لازیاتې آسانتیاوې رامینځةکړي .

فارس  خبری آژانس  راپور ورکړی، د افغانستان  د ټرانسپورټي  ټولنې  د چارواکو په وینا،  د پاکستان په کراچۍ بندر کې ددغه هیواد  دتجارتی شیانو ډک کابو زر کنټینر د رول شوي  او پاکستان د  تیریدا اجازت نه ورکوي.

 په دغه راپور کې وئيل شوي دي،په چین کې د افغانستان د ټرانسپورټي ټولنې  مشر خان آغا ګلزاد  له رسندویوسره په خبرو کې  ووئیلو چې د پاکستان په کراچۍ بندر له تیرو څو میاشتو راهسې  د افغانستان دتجارتي شیانو  څه دپاسه زر کنټينرې درول شوي دي او  د تیریدا  اجازت نه ورکوي.

 د هغه په وینا،د افغانستان تاجران  تراوسه پورې هم  په کراچۍ بندر کې له جدي مشکلاتو سره مخامخ دي.

 دګلزاد په وینا،په کراچۍ بندر کې د افغانستان د تجارتي شیانو  ددریدا په وجه  ئې ډير تاوانونه  لیدلي دي. هغه ټينګار کړی  هغه مشکلات چې  د پاکستان ځیني ادارې ئې په کراچۍ بندر کې د افغان تاجرانو لپاره رامینځةکوي ، د زغملو وړ نه دي  او اوس هم په دغه بندر کې  څه دپاسه  زر کنټنیرې درول شوي دي  او په مختلفو پلمو سره  ورته د  تیریدا اجازت نه ورکول کیږي

 له بل پلوه د افغانستان د طالبانو د حکومت د پانګونې  او تجارت د کوټې مرستیال  محمد یونس مومند هم وئیلي دي،  ددغو مشکلاتو د حل لپاره دافغانستان  او پاکستان اړونده چارواکي باید هڅه وکړي ،  او د تاجرانو لپاره لازیاتې آسانتیاوې رامینځةکړي .

داپه داسې حال کې دي چې  په همداوروستیو کې  د پاکستان د حکومت او د افغانستان د طالب واکوالانو ترمینځ ټرانزیټي تاؤتریخوالی  هم  زیات شوي دی  او ددغو تاؤتریخوالو په نتیجې کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ  سرحدي لارې څو اونیو لپاره تړل شوي  وې او البته په همداوروستیو کې بیا پرانیستل شوي دي.