-
په اروپا کې د ګرمۍ څپې یوازې په فرانسې کې له زر و زیات کسان قرباني کړل
Jun 29, 2026 05:22پارس ټوډې – په اروپا کې د بېساري ګرمۍ د څپې له دوام او په څو هېوادونو کې د تودوخې د نویو ریکارډونو له ثبتېدو سره هممهاله، د فرانسې د عامې روغتیا چارواکو وئيلي دي، د دغې ګرمۍ له پیل راهیسې تر اوسه څه دپاسه زر کسان مړه شوي دي.
-
ایران د اونئ په هینداره کې اونیز پروګرام
Jun 28, 2026 12:18د تهران د پښتو وخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې؛ ایران د اونئ په هینداره کې؛نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران ځینو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو، او بیا مو هم د ځينو موردونو په باب رابولوو،د تحلیلي برخې اوریدو ته،په دې هیله چې تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
تفتان د ایران او پاکستان د سوداګرۍ لپاره د اورګاډي ګمرکي تمځای شو
Jun 27, 2026 15:21د پاکستان د فیدرالي عوایدو ادارې په یوه رسمي اعلامیې کې د «تفتان» سرحدي اورګاډي تمځای، د وارداتي او صادراتي توکو د ګمرکي تشریفاتو لپاره د ځمکني ګمرکي تمځای په توګه وټاکه. دا اقدام د ایران او پاکستان ترمنځ د رسمي سوداګرۍ د پراختیا، د اورګاډي له لارې د بار وړلو د اسانتیا او د سوداګریزو راکړو ورکړو د لګښتونو د کمېدو زمینه برابرولی شي.
-
ایران او د اکو د ښوونیزې مؤسسې ترمنځ د علمي ملګرتیاؤ پر پراختیا ټینګار وشو
Jun 27, 2026 14:06پارس ټوډې – د ایران د علومو، څېړنو او ټیکنالوجیکي چارو وزیر او د اکو مؤسسې (ECOE) مشر د ترکیې د ښوونیزو ټیکنالوژیو د غونډې (TETZ) په څنډې کې د ایران او د اکو د ښوونیزې مؤسسې ترمینځ د علمي او پوهنتوني ملګرتیاؤ پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د امریکا امنیتي سټراټژي ولې ناکامه شوې؟
Jun 27, 2026 13:20پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۵مې نېټې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډې اعلامیې کې درج شوي دریځونه لاسوهنه، غیرمسؤولانه او پاروونکی اقدام وباله .
-
نعیم قاسم: موږ اسرائیلي-امریکايي طرحه له منځه یووړه
Jun 27, 2026 06:00پارس ټوډې- د لبنان د حزب الله عمومي منشي د عاشورا د ورځې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل: موږ اسرائیلي-امریکايي طرحه له منځه یووړه.
-
د ایران او افغانستان د څو والیانو ګډه ناسته به په نږدې راتلونکې کې په جلال اباد کې جوړه شي
Jun 25, 2026 07:53د افغانستان د څلورو ختیځو ولایتونو او د ایران د جنوبي او رضوي خراسان د والیانو ګډه ناسته به په نږدې راتلونکې کې په جلال اباد کې جوړه شي.
-
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو کمښت بحراني پړاو ته رسېدلی
Jun 25, 2026 07:50ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو کمښت بحراني پړاو ته رسېدلی او پر نجونو د زدهکړو د محدودیتونو دوام د دې هېواد د روغتیايي سکټور لپاره د ضروري بشري ځواکونو د برابرولو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
-
د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
Jun 25, 2026 07:45نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون لري.
-
د شانګهای د همکارۍ سازمان د راډیو او ټلویزیون د اتحادیې د جوړېدو لپاره د ایران وړاندیز
Jun 25, 2026 07:43پارس ټوډې – د «شانګهای د همکارۍ سازمان د راډیو او ټلویزیون اتحادیې» د جوړېدو په وړاندیز سره، ایران وغوښتل چې د رسنیو له تیت پرک همکاریو څخه د یوه بنسټیز او پایداره جوړښت پر لور حرکت وشي.