-
معظم رهبر: بائیکاټونو د دښمن د غوښتنې په اپوټه ایران لا زیات مضبوط او مقتدر کړ
Aug 03, 2017 11:46حضرت آیت الله العظمی خامنه ای نن د تهران په امام خمینی (رح) نومې امامباړه کښې د ولسمشرۍ د تنفیذ په مراسمو کښې وفرمایل: که څه هم بائیکاټونو یو لړ مشکلات رامنځته کړل خو د دې سبب شول چې زمونږ پام کورنیو ظرفیتونو او توانمنیو ته وګرځی او په همدې وجه نن د دښمن د غوښتنې باوجود ایران د اسلامی انقلاب له وړومبنیو کلونو نه څو چنده زیات مضبوط او مقتدر دے.
-
معظم رهبر د ملت د رایو په تنفیذ سره ډاکټر روحانی د ایران په ولسمشرۍ منصوب کړ
Aug 03, 2017 07:31د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د حکم د تنفیذ مراسم نن سهار د تهران په امام خمینی (رح) نومې امامباړه کښې جوړ شول او د اسلامی انقلاب معظم رهبر د ملت د رایو په تنفیذ سره ډاکټر حسن روحانی د ایران د اسلامی جمهوریت په ولسمشرۍ منصوب کړ.
-
د ایران د ولسمشر د تحلیف په مراسمو کښې د ګډون لپاره د بهرنیو ډیپلومېټکو پلاو د راتګ لړۍ روان ده
Aug 03, 2017 07:10د شمالی کوریا، یوګېنډا او ګویان ډیپلومېټک پلاوی د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د سوګند په مراسمو کښې د ګډون لپاره تهران ته راورسېدل.
-
صالحی: د ایران اېټمی صنعت له مخکې نه زیات ښه او د پرمختګ په حال کښې دے
Jul 31, 2017 15:22د ایران د اېټمی انرجۍ د ادارې مشر وویل: د ایران د اسلامی جمهوریت د اېټمی فعالیتونو چلند مخ په وړاندې د تګ په حال کښې دے.
-
جنرل باقری: په سیمه کښې د استکبار او صهیونېزم پوره ماتې حتمی ده
Jul 26, 2017 07:51د ایران د وسله والو ځواکونو لوے درستیز د سیمې بدلونونو او له تکفیری ترهه ګرۍ سره په جنګ کښې د اسلامی مقاومت کامیابیو ته په اشارې سره تاکید وکړ: د استکبار، صهیونېزم او د آل سعود د قبیله ای جاهلیت د پالېسیو او سیاستونو پوره ماتې حتمی ده.
-
له صهیونېسټ رژیم سره په مقابله کښې د اسلامی امت د اتحاد په لازموالی د ایران تاکید
Jul 24, 2017 07:16په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د جرګې د مشر خاص مرستیال له صهیونېسټ ترهه ګر پالی رژیم سره په مقابله کښې د اسلامی امت د اتحاد او یووالی په لازموالی تاکید وکړ.
-
د ایران او روسیې د سټراټیجکو ملګرتیاو د پراختیا لازموالے
Jul 23, 2017 14:05د ایران د نظام د مصحلت د تشخیص د ټولنې سېکتر په تهران کښې د روس د سفیر په کتنه کښې په عراق او سوریې کښې په امنیتی، سیاسی او اقتصادی موضوعاتو کښې د ایران او روسیې د سټراټیجکو ملګرتیاو په پراختیا تاکید وکړ.
-
قاسمی: سیمه د یو هېواد په خلاف ائتلاف جوړولو ته ضرورت نه لری
Jul 16, 2017 12:54د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په سیمه کښې صلح او ثبات د ټولو هېوادونو ملګرتیا ته ضرورت لری او د یو هېواد په خلاف ائتلاف جوړولو ته اړتیا نه لری.
-
د تهران د جُمعې امام: د قدس نړیوالې ورځ د ایران اسلامی نظام ته عزت ورکړ
Jun 23, 2017 10:36د تهران د جمعې د نمانځه خطیب وویل: د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کښې د ایران د ملت شانداره ګډون د ایران اسلامی نظام ته عزت ورکړے دے.
-
د غبرګولي د میاشتې د نهویشتمې نیټې ورځپاڼې
Jun 19, 2017 07:50د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو.