د غبرګولي د میاشتې د نهویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو.
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې خپل وړومبی خبر د ایران د پوله ساتو او د حرم د مدافع شهیدانو له کورنیو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر کتنې ته ځانګړی کړی او د دوي دا خبره یې د سرټکي لپاره غوره کړې چې ویې فرمایل: د ایران اسلامي جمهوریت په اقتدر سره د دښمنانو په وړاندې ولاړ دی.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حرم د مدافعانو او پوله ساتونکو ځواکونو د شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کې وفرمایل: اسلامي ایران په قدرت سره ولاړ دی او دایران ولس به دښمنانو ته سخته څپیړه ورکړي.
په خبر کښې لولو چې آیت ا... العظمی سید علي خامنه ای پرون مازیګر په دغه کتنه کې د امریکایی مقاماتو وروستیو ګواښونو او غلیمانه خبرو ته اشاره وکړه او د هغو په چټي بللو سره یې وویل : امریکایي چارواکي د انقلاب د کامیابۍ له وخته تر اوسه د اسلامي جمهوري نظام په بدلولو پسې وو خو د ایران ولس ته به څپیړه ورنه کړی شي او دا ایرانی ولس دی چې هغوی ته به څپیړه ورکړي.
د اسلامي انقلاب مشر دې له سختو دښمنیو سره له مخامخیدو سره سره د اسلامي نظام بقا ته په اشارې سره وویل: د امریکا د ولسمشر لافي وهل نوې خبره نه ده ځکه چې اسلامي نظام له اوله له ډول ډول توطئو سره مخامخ و خو د ایران د ولس بدغواړو هیڅ نه دي کړی شوې.
ایت ا... العظمی خامنه ای د سپینې مانۍ نوي مقامات بې تجربې او نوې وبلل او زیاته یې کړه د امریکا چارواکي له اوله د اسلامي ایران د نظام په نسکورولو پسې وو خو کومو کسانو چې دغه ارمان درلود هغه یې قبر ته یوړه او له دې وروسته به هم داسې وي.
د رهبرۍ ستر مقام د هیواد اوسنی امنیت د حرم د مدافعانو او د ایرن د پولو د ساتونکو د هڅو نتیجه وبلله ا و د حرم د مدافعانو د شهیدانو د رول په درنښت سره یې وویل : که د حرم مدافع شهیدان نه وای نن به له فتنه ګرو او د اهل له دښمن او خبیثو عناصرو سره د ایران په ښارونو کې جنګیدو ځکه چې هغوی غوښتل د عراق له پولو ایران ته راواوړي خو مخه یې ونیول شوه او چارماري شول او اوس هم په عراق او سوریې کې د مونډ ایستل کیدو په حال کې دي.
** جوان:
د تهران چاپ جوان ورځپاڼې د نورو ډیرو ورځپاڼو په څیر د سوریې په دیرالزور کښې په داعش ترهګرې ډلې باندې د ایران د پاسدارانو لښکر بیګانیو توغندوي حملو ته پراخ انعکاس ورکړی او په یو سرټکي کښې یې لیکلي دي: د سپاه توغندویو داعش له دیرالزور څخه جهنم ته ولیږه.
په خبر کښې لولو چې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په هغه خبرپاڼه کښې چې تیره شپه صادره شوه، راغلي دي: په تهران کښې د تکفیري ترهګرو د روانې غبرګولي میاشتې د اولسمې نیټې له ترهګر جنایت وروسته چې پکښې اتلس تنه مظلوم روژتي ایرانیان شهیدان او ګڼ شمیر نور زخمي شوي وو، د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر اعلان وکړ: د هیڅ پاکې وینې توییدل بې ځوابه او بې بدله نه پریږدو.
په دې وجه د اسلامي انقلاب ساتندویه ځواک د متعال خدای څخه د مرستې په غوښتنې او د ایران د اتل او دښمن ځپونکي ولس او د وروستیو ترهګرو پیښو د شهیدانو د درنو کورنیو په نیابت څو شیبې مخکښې د جنایتکارو ترهګرو د خبردارولو او سزا کولو په موخه د سوریې د ختیځ په دیرالزور سیمه کښې د تکفیري ترهګرو قومندانۍ، د هغوي د راغونډیدو او ملاتړ او همداشان د ځان وژونکو حملو د کاډو برابرونکي مرکزونه په توغندویو سره وویشتل.
** اطلاعات:
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا الجزایر ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د سفر خبر راخیستی او لیکلي یې دي چې ظریف وویل: ایران د دسیسو په لومه کښې نه ګیریږي.
خبر زیاتوي چې د ایران او الجزایر خارجه وزیرانو په ګډه خبري غونډه کښې له بهرني دخالت پرته د فارس خلیج د سیمې د هیوادونو ترمینځ شخړې په شمول د سیمه ایزو اختلافاتو په سوله ایز هواري ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په الجزیره کښې د الجزایر له بهرنیو چارو وزیر عبدالقادر مساهل سره له دوه اړخیزو خبرواترو وروسته په ګډه خبري ناسته کښې د مینځني ختیځ بدلونونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ترهګري د سیمې اصلي ستونزه ده او حل لاره یې هم د دې سیمې په هیوادونو کښې د ولسواکۍ رامینځته کیدل دي او پس له دې د دغو هیوادونو وړومبیتوب باید له افراط پالنې سره مقابله وي.
ظریف په دې خبرې سره چې د سیمې د هیوادونو د مشکلاتو حل لاره د سیمې له بهر څخه باید ونه تپله شي، زیاته کړه: بهرنی لاسوهنه د سیمې په هیوادونو کښې د کړکیچ د اوږدیدو سبب شوې او هغه یې لاپيچلی کړی دی.
هغه په سیمه کښې د کړکیچ دوام د ترهګرو ډلو او صهیونیسټي رژيم په ګټه وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران د دسیسو په دام کښې نه ګیریږي او د صهیونیسټانو د ناوړه استفادې زمینه به برابر نه شي.
د ایران خارجه وزیر همداشان د فارس خلیج سیمې د ځینو هیوادونو ترمینځ رامینځته شوې کشالې ته په اشارې سره وویل: ایران د قطر او هغه د ګاونډیانو ترمینځ د حالاتو له لاخرابیدو اندیښمن دی او د ترټولو غوره حل لارې په توګه په خبرواترو باوري دی.
د الجزایر خارجه وزیر عبدالقادر مساهل هم د خبرواترو له لارې د مینځني ختیځ سیمې د هیوادونو ترمینځ رامینځته شوې شخړې ته په اشارې سره وویل چې د هیواد د بهرني سیاست وړومبیتوب یې د هیوادونو د حاکمیت احترام او له ترهګرۍ سره مبارزه ده. هغه همداشان وویل: په اسلامي او عربي نړۍ کښې د اختلافاتو د هواري لپاره له خبرواترو پرته بله لاره نشته.
د ایران او الجزایر خارجه وزیرانو له خبري غونډې وروسته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون شمالي افریقې ته خپله سیمه ایز سفر الجزایر ته په تګ سره پیل کړی دی.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو ګڼو مطالبو تر څنګ په ولسمشر او د ولسمشر هم لیکلي دي.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په ټولو هېوادونو کې ولسمشر ان مکلف دی چې د پارلمان په رأیو اعتماد وکړي او په داسې حال کې چې د قانون له مخې عمل شوی وي، پرې د تائید مهر ولګوي.
خو د سر مقاله لیکونکي په باور، په افغانستان کې هم چې باید د قانون له مخې همدا شان وي لیدل کېږي چې په وروستیو دوو کلونو کې د دغه هېواد ولسمشر د ملي شورا د غړو قانوني غوښتونو او مصوبو ته پاملرنه نه کوي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې همدا اوس یو شمېر وزارتونه د هغو وزیزانو له خوا اداره کېږي چې د ولسي جرګې له خوا ترې د باور رایې اخیستل شوي او د قانون له مخې باید ولسمشر د دوی پر ځای نوې کسان معرفي کړي.
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د پوښتنې په توګه مطرح کړې چې، د ټول کمال ولسمشر حکومتوالي کوم لور ته روانه ده؟
په سرمقاله کې راغلي چې همدا اوس ولسمشر د څو کمېټو مشري خپله کوي، اعلی سر قومندان دی، د اقتصاد د عالي شورا مشر دی او د سرمقاله لیکونکي په خبره چې په حکومت کې هره شورا او کمېټه جوړېږي، مشري یې خپله کوي.
په سرمقاله کې راغلي وزارتونه یا سرپرستان اداره کوي او یا هم ولسمشر او سلاکاران یې د وزیرانو او ان عادي مامورینو په چارو کې مداخله کوي.
د سرمقاله لیکونکي په باور یادو مسایلو ته په پام سره، ادارې فلجېږي، مامورین د کاري خوندیتوب احساس نه کوي، د پراختیايي پروژو کارونه تر ډېره ولاړ دي او حکومتوالي ورځ تر بلې ناکاره کېږي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې له ولسمشره لیکلي دي.
هېواد لیکلي ولسمشر د ولسي جرګې د اداري پلاوي له غړو سره په کتنه کې دوی ته ویلي چې د خلکو له بېلابېلو اقشارو سره یې چې په ارګ کې لیدلي، دوی پر سړکونو د خیمو له موجودیت او د لارو له بندېدو څخه شکایت درلود او تاجرانو او کسبګرو هم له دې امله زیات زیانونه لیدلي دي.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، ولسمشر ویلي چې د قانون په چوکاټ کې مظاهرې د هېوادوالو حق دی خو د لارو بندول او خلکو ته مزاحمت کول د منلو وړ نه دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*