ګارډین لیکلي؛ټرمپ د نړیوالې ټولنې لومړنی دښمن دی
-
د امریکاکرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ
پارس ټوډې – یوې برېتانوي ورځپاڼې لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ ځان منامي د نړیوالې ټولنې لومړنۍ دښمنه ده او هغه ئې له یوې ډل وژونکې وسلې هم ډېر خطرناک عامل ګرځولی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د برېتانیا د ګارډین ورځپاڼې مشهور لیکوال او شنونکي، سایمن ټیسډَل، لیکلي چې تر ټولو لوي نړیوال ګواښ یوازې د دښمنانو په قدرت یا د شخړو په ماهیت کې نه دی، بلکې د بحرانونو د مدیریت لپاره د یوې روښانه ستراتیژۍ په نشتوالي کې نغښتی دی.
ګارډین په خپل تحلیل کې لیکلي چې د ټرمپ ځانمنامه خوي د نړۍ لومړنی دښمن دی او همدې ځانګړنې اوسنی جنګي وضعیت له کنټروله بهَرکړی دی. د ورځپاڼې په وینا، «ټرمپ د ډلهییزې وژنې یوه ګرځنده وسله ده.
ټیسډال، دې ته په اشارې سره چې ټرمپ د ایران په ضدد کړکېچ تر ټولو خطرناک عامل ګرځېدلی، باور لري چې د نوموړي د مدیریت طریقه امریکا او نړۍ، سیاسي، اقتصادي او پوځي بندون ته رسولې ده، چې ترې وتل به اسانه نه وي.
د ګارډین لیکوال د ایران پر وړاندې جنګ د ټرمپ د بېړنیو او له ستراتیژیک لیدلوري پرته پرېکړو پایله وبلله او خبرداری ئې ورکړ چې د کړکېچونو دوام ښائي د یوې پراخې او اوږدمهالې جګړې لامل شي، چې نړیوالې پایلې به ولري.
ټیسډَل زیاتوي چې د ایران پر ضد د امریکا بریدونو، د واشنګټن د تمې خلاف، د ایران نظام کمزوری نه کړ، بلکې د ایران د حکومت دریځ ئې په داخل کې لا پیاوړی کړ او د عامه افکارو په جلبولو او د امنیتي سیاستونو په توجیه کې ئې ورسره مرسته کړې ده.
دغه برېتانوي ورځپاڼه، د ایران په ضد په جنګ کې د «سترې بریا» په اړه د ټرمپ او د هغه د جنګ وزیر پیټ هېګسټ پر څرګندونو هم نیوکې وکړې او وې لیکل چې د «سترې بریا» ادعا له واقعیت سره سمون نه لري؛ ځکه امریکا خپلو اصلي موخو ته نه ده رسېدلې، او په ورته وخت کې د جنګ انساني، اقتصادي او سیاسي لګښتونه په زیاتېدو دي.
په پای کې، مقاله دې ته اشاره کوي چې ټرمپ په یوې اوږدمهالې ستړې کوونکې جګړې کې ښکېل شوی او د هغه شخصیت او د فکر طرز د روان بحران د دوام اصلي لامل بولي. د مقالې په وینا، د ټرمپ پرېکړې تر دې چې د اوږدمهالو ستراتیژیکو محاسبو پر بنسټ ولاړې وي، د قدرت د نندارې او د لنډمهالو سیاسي بریاوو د ترلاسه کولو تر اغېز لاندې ترسره کېږي.