عربستان ته د یمن خبرداری: د سختې سزا په تمه ووسئ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175402-عربستان_ته_د_یمن_خبرداری_د_سختې_سزا_په_تمه_ووسئ
پارس ټوډی- د یمن خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې سعودي عربستان ته خبرداری ورکړ چې که د یمن له محاصرې لاس وانه خلي نو باید د سختې سزا په تمه ووسي.
(last modified 2026-07-21T10:11:53+00:00 )
Jul 21, 2026 14:40 Asia/Kabul
  • عربستان ته د یمن خبرداری: د سختې سزا په تمه ووسئ

پارس ټوډی- د یمن خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې سعودي عربستان ته خبرداری ورکړ چې که د یمن له محاصرې لاس وانه خلي نو باید د سختې سزا په تمه ووسي.

پارس ټوډی لیکلي چې د یمن د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي: عربستان له یمن سره د خپلې ولکې لاندې یوې سیمې په توګه چلند کوي.

دغې وزارتخانې زیاته کړې ده، عربستان د یمن خلکو ته سپک ګوري او زبادل کوي چې اجازه ورکوي د خوراکي موادو او درملو کشتۍ، د یمن بندرونو ته رسیدو ته پریږدي.

په دغې بیانیې کښې راغلي چې د یمن خلک به د هغو لس هاو زرو شهیدانو وینه هیڅکله هیره نه کړي کوم چې په تیرو ۱۲ کالو کښې د عربستان د هوايي بریدونو له امله شهیدان شوي دي.

د یمن د بهرنیو چارو وزارت همداشان ټینګار وکړ چې عربستان ته پکار دي چې له یمنه لاس واخلي او د دې هیواد محاصره او پرې تیری بند کړي او که داسې ونه کړي نو باید  د سختې سزا په تمه ووسي.

دغې وزارتخانې زیاته کړه: عربستان دې پوه شي چې د ریاض د هوايي ډګر وضعیت باید د صنعا د هوايي ډګر د حالت په شان  وي او د ینبع او جیزان د بندرونو حالت هم باید د الحدیده بندر د وضعت په څیر وي.

د بیانیې به دوام کښې راغلي دي: عربستان دې پوه شي چې صحیح لارې ته ستنیدل، د تیرو تیروتنو او تیري د دوام له لګښته ډیر کم لګښت لري. د یمن غوښتنه واضحه ده او هغه، بشپړه خپلواکي، بشپړ حاکمیت او قانوني حقونه دي.