-
ننګرهار کې به په نږدې راتلونکې کې د ایران او افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهانو ګډه ناسته ترسره شي
May 15, 2026 05:01په جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید رضا پناه د ننګرهار ولایت اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد سره په ګډه ناسته کې وویل، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د ایران د جنوبي خراسان ولایت د اقتصادي چارو کارپوهانو او متخصصینو یوه ستره ډله به ننګرهار ولایت ته سفر وکړي او د ختیځو ولایتونو له سوداګرو او اقتصادي چارو له کارپوهانو سره ګډه ناسته ترسره کړي.
-
د افغانستان او ايران ترمنځ د برېښنا انرژۍ د ګډو همکاريو پر پراختيا ټينګار وشو
May 15, 2026 04:51د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس ملا عبدالحق همکار په کابل کې د ايران له سفير عليرضا بيکدلي سره کتلي او د برېښنا انرژۍ، پانګونې او د ګډو همکاريو د پراختيا په اړه يې خبرې کړې دي.
-
پزشکیان: په ټول توان سره د ایران د سرلوړۍ لپاره میدان ته حاضر شئ
May 14, 2026 12:01پارس ټوډې – مسعود پزشکیان د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته وویل: په ټول توان سره د ایران د سرلوړۍ لپاره میدان ته حاضر شئ.
-
شیخ نعیم قاسم: له مقاومت څخه د ایران د صادقانه ملاتړ منندوی یو
May 14, 2026 11:54پارس ټوډې – د لبنان د حزبالله عمومي منشي په یوه پیغام کې اعلان وکړ: موږ په لبنان کې له یوه وحشي او تېري کوونکي اسرائیلي دښمن سره مخ یو چې د امریکا په بشپړ ملاتړ او نړیوالې چوپتیا سره، د سیمې د ملتونو د اشغال، پراختیا او د هغوی د ارادې د سلبولو په لټه کې دی؛ خو د مقاومت تاریخ د عبرت درس دی.
-
بقایي: امریکا او اسرائیل د تفریح لپاره خلک وژني
May 13, 2026 13:12پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د ملت پر ضد د امریکا او صهیونیسټي رژیم د تپل شوې جګړې د ماهیت په اړه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې پر سولهخوښوونکي ایراني ملت چې څه تپل شوي، هغه عادي جګړه نه ده.
-
د امریکا ډیموکراتان: د ایران پر ضد د ټرمپ جګړه غیرقانوني ده
May 13, 2026 12:35پارس ټوډې – د امریکا د استازو جرګې ډیموکرات غړو، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې د دې هېواد د خلکو د مالي وضعیت په اړه یې بېپروايي ښودلې وه، ټینګار وکړ چې د هغه جګړه د ایران پر ضد غیرقانوني ده.
-
بقایي: عراقچي به په هند کې د بریکس په غونډه کې ګډون وکړي
May 13, 2026 12:15پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکې غونډه کې د عباس عراقچي د ګډون خبر ورکړ.
-
د لوی تهران د سپاه پوځي تمرین د «لبیک یا خامنهيي» په رمز سره ترسره شو
May 13, 2026 12:10پارس ټوډې – د شهید قائد حضرت امام خامنهيي لوی پوځي تمرین د پنځو شپو او ورځو لپاره د تهران په شاوخوا عملیاتي سیمو کې ترسره شو.
-
د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان د حقوقي او تخنیکي غونډې ترسره کېدل
May 13, 2026 12:02پارس ټوډې – د هرمز تنګي په اړه د ایران او عمان حقوقي او تخنیکي غونډه په عمان کې ترسره شوه.
-
د ایران اسلامي جمهوریت، تر پخوا لا پیاوړی
May 12, 2026 13:04پارس ټوډې – د قطر پخواني لومړي وزیر له الجزیرې ټلویزیوني شبکې سره په یوې تفصیلي مرکه کې ویلي چې، د ایران د اسلامي جمهوریت نظام اوس مهال تر پخوا لا ډېر پیاوړی شوی دی.