تفسیر
د ایران اسلامي جمهوریت، تر پخوا لا پیاوړی
پارس ټوډې – د قطر پخواني لومړي وزیر له الجزیرې ټلویزیوني شبکې سره په یوې تفصیلي مرکه کې ویلي چې، د ایران د اسلامي جمهوریت نظام اوس مهال تر پخوا لا ډېر پیاوړی شوی دی.
حمد بن جاسم آل ثاني، چې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې تهران ته د امریکا د پیغام منځګړی هم پاتې شوی وو، په دې مرکه کې ټینګار کوي چې پر ایران پوځي برید یو ناڅاپي تصمیم نه وو، بلکې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اوږدمهاله اجنډا برخه وه، څو د منځني ختیځ نقشه بدله کړي.
د حمد بن جاسم په وینا، صهیونیسټي رژیم د بیل کلینټون له دورې راهیسې، هڅه کوله چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام په پلمه پوځي تقابل ته راوکاږي، خو د امریکا پخوانیو حکومتونو، حتی د ټرمپ لومړۍ ادارې، د بشپړې جګړې لېوالتیا نه لرله. د دې دورې توپیر دا دی چې نتانیاهو واشنګټن قانع کړی وو، چې جګړه به «لنډه او چټکه» وي او د ایران نظام به په څو اونیو کې «سقوط» وکړي.
د قطر پخوانی لومړی وزیر په ښکاره وایي: «نتانیاهو امریکايي لوری قانع کړی وو، چې د ایران د نظام بدلون یوازې څو اونۍ وخت نیسي، خو ما څو ځله ویلي چې هغوی د ایران د قدرت له جوړښت څخه بې خبره دي، هغه جوړښت چې د شاه له سقوط وروسته په تېرو ۴۷ کلونو کې رامنځته شوی دی. د ایران نظام اوس مهال تر پخوا لا ډېر پیاوړی دی.» هغه زیاته کړه چې ایرانیان به له جګړې څخه د خپلو پوځي او ټکنالوژیکو وړتیاوو د پراختیا لپاره ګټه واخلي، لکه څنګه چې د فارس خلیج هېوادونه هم باید همداسې وکړي.
خو دا تحلیل یوازې د حمد بن جاسم نظر نه دی. د نړۍ ګڼ کارپوهان هم ورته پایلو ته رسېدلي دي. پخپله په ایران کې، د ایران د ملي امنیت شورا پخواني شهید منشي علي لاریجاني ویلي وو: «موږ بېشکه تر پخوا پیاوړي شوي یوو، په تېرو اوو یا اتو میاشتو کې مو چمتووالی نیولی، خپلې کمزورې برخې مو موندلې او حل کړې دي.»
بل لور ته، د امریکا استخباراتي ادارو هم واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې د ایران د نظام پر نږدې سقوط شرط تړل، یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده.
د امریکا د ملي استخباراتو شورا (NIC) یو محرم راپور، چې د جګړې له پیله وړاندې چمتو شوی وو، په څرګنده ویلي چې حتی پراخ پوځي برید هم د ایران د نظام د نسکورولو توان نه لري، ځکه دغه نظام «د خپل بقا د تضمین لپاره ځانګړي پروتوکولونه جوړ کړي، حتی که لوړپوړي چارواکي یې هم ووژل شي.»
په بروکینګز مؤسسې کې د ایران د چارو لوړپوړې کارپوهې سوزان مالوني دا ارزونه «د ایران د نظام او هغو بنسټونو او پروسو په اړه ژوره او باخبره شننه» بللې ده، کوم چې په اوږدو کلونو کې جوړ شوي دي.
حتی د اسرائیلو د جعلي رژیم د امنیتي چارواکو ترمنځ هم ورته غږونه اورېدل کېږي. د اسرائیلو د ملي امنیت شورا پخواني مشر یعقوب آمیدرور په ښکاره ویلي چې ایران د سیمې د ډېرو هېوادونو په خلاف، چې هغه یې «مصنوعي» بولي، «ژور سیاسي او کلتوري جوړښت او ټینګې بنسټیزې رېښې» لري، او «پر دې شرط تړل چې د ایران نظام به له سترو پوځي ګوزارونو وروسته سمدستي سقوط وکړي، یوه ناسمه ارزونه ده چې هلته د دولت د ماهیت له ناسم درک څخه سرچینه اخلي.» آمیدرور همدارنګه ویلي چې «سیمه د بنسټیز بیا جوړونې په حال کې ده» او د ایران د نظام د چټک سقوط په اړه هر ډول خوشبیني ناسمه ده.
حمد بن جاسم، چې مخکې یې هم په یوه ټویټ کې د جګړې د خطر په اړه خبرداری ورکړی وو، دا هم ویلي چې دا پوځي اقدام د سیمې په ګټه نه دی او امریکا په فارس خلیج کې خپلو متحدانو ته زیان رسولی، ځکه لوېدیځ هېڅکله د سیمې هېوادونه د خپل برخلیک په مهمو پرېکړو کې په رښتینې توګه نه شریکوي. د حمد بن جاسم په باور، هغه څه چې نن سبا روان دي، یو لنډمهاله بحران نه دی، بلکې یو ستراتیژیک بدلون دی چې د لسیزو لپاره به پر منځني ختیځ اغېز وکړي.
په همدې لړ کې، د بېلابېلو کارپوهانو شننې پر یوه تاریخي محاسبوي تېروتنه ټینګار کوي: دا تصور چې متمرکز پوځي فشار کولای شي په څو اونیو کې داسې د قدرت جوړښت ونړوي چې نږدې پنځه لسیزې ټینګ شوی وي، یوه توهمي مفکوره ده چې د عراق او افغانستان له تجربو نیولې تر فلج کوونکو بندیزونو پورې، څو ځله ناسمه ثابته شوې ده.
په بل عبارت، ایران به په دې ډګر کې نه یوازې کمزوری نه شي، بلکې له جګړې څخه به د خپلو دفاعي او ټکنالوژیکي وړتیاوو د لوړولو لپاره ګټه واخلي. همدا حقیقت دی چې نن سبا د قطر یو پخوانی لوړپوړی چارواکی، د امریکا او اسرائیلو لوړپوړي شنونکي، په ښکاره ډول پرې ټینګار کوي چې: د ایران نظام اوس تر پخوا لا ډېر پیاوړی دی.