-
د ننګرهار استادانو او د محصیلینو د امریکا د ولسمشر حکم غندلی نور حال په راپور کښې لرو
Feb 22, 2022 07:14زمونږخبریال وايي د افغانستان د ننګرهار پوهنتون استاذانو او محصلینو د هیواد د مالي شتمنیو د کنګل کولو په اړه د امریکا د جمهور ریس وروستی فرمان وغانده او هغه یی یو ناقانونه عمل وباله.
-
د ننګرهار په لرې پرتو سیموکې د لومړنیو روغتیایي مرستو مرکزونه جوړیږي نور تفصیل په راپور کښې لرو
Feb 17, 2022 06:28زمونږخبریال وايي چارواکي وایي د دې مرکزونو په جوړیدو سره به روغتیایي خدمتونو ته دخلکو لاسرسی ډیر او د مور او ماشوم د مړینې کچه به ورسره راکمه شي.
-
په تورخم ښارګوټي کښې د مسافرو لپاره خونه جوړه شوي ده نور تفصیل په راپور کښې واورئ
Feb 16, 2022 07:01زمونږخبریال وايي د طالبانو د موقت حکومت د ریس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تورخم ښارګوټي کې د مسافرو لپاره جوړه شوې انتظار خونه پرانسته.
-
یونیسف په افغانستان کې دبې مودې ماشومانو د زیږون پر ډیروالی اندیښنه ښودلی ده نور حال په راپور کښې لرو
Feb 15, 2022 06:59زمونږ خبریال وايي د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق یونییسف په خپل تازه خپور شوي راپور کې په افغانستان کې دبې مودې ماشومانو د زیږون پر ډیروالي اندیښنه ښودلې او لیکلی دي چې اوسمهال هره ورځ دیرش بې مودې ماشومان زیږیږي چې دا ډیره لوړه شمیره ده .
-
د افغانستان د پوهنتونو پرانیستل کیدا ، شناندي فتانه ګیلاني او حاکم مشفق څه نظرونه لري ؟
Feb 06, 2022 11:34افغانستان کښې پوهنتونونه بیرته پرانیستل شوي د مدني چارو شناندي میرمن فتانه ګیلاني او د سیاسي چارو کارپيژاند حاکم مشفق خپل نظرونه په ګردي میز کښې څرګندوي .
-
د ګډې سرحدي کمیټۍ د جوړولو لپاره د پاکستان او د طالبانو د حکومت موافقه :
Feb 01, 2022 12:54د پاکستان حکومت او د طالبانو حکومت د سرحدي مسائیلو د حل لپاره د ګډې کمیټۍ د جوړولو لپاره موافقې ته ورسیدل .
-
د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په ختیځه حوزه کې له ورزشې ادارو سره مرسته کوي نور تفصیل په راپور کښې لرو
Jan 31, 2022 06:51زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکونسل «مجید صادقي دولت ابادي» د ختیځو ولایتونو د بدني روزنې او المپیک له ریس نور احمد حبیبي سره په ګډه ناسته کې وویل د ایران او افغانستان ولسونه په بېلابېلو برخوکې لرغونې او ګډې اړیکې لري چې دا اړیکې د وخت په تېریدو سره لا پیاوړې شوې او ښه پالل شویدي.
-
په ختیځ ولایت ننګرهارکې تر دوه سوه ډیر کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول نور حال په راپور کښې واورئ
Jan 29, 2022 06:46زمونږخبریال وايي د مرسته کوونکو لاسونو په نوم خیریه ټولنې په مرسته د ننګرهار ولایت د بېلابېلو سیمو دوه سوه درې دیرش(۲۳۰) تنه چې میرمنې هم پکې دې تر لازمې مودې حرفوي زده کړو وروسته فارغ او د فراغت پر سندونو سربیره یې کارې وسایلو هم ترلاسه کړل.
-
د جلال آباد-کابل لویه لار یوځل بیا وتړلې شوه
Jan 22, 2022 06:18د سختو ورښتونو له امله د جلال آباد او کابل ترمینځ لویه یوځل بیا بنده شوې ده
-
افغانستان کښې اقتصادي کانفرنس جوړ شوی نور تفصیل په راپور کښې لرو
Jan 20, 2022 09:42زمونږخبریال وايي په افغانستان کې د اقتصادي کنفرانس یا (دافغانستان اقتصاد) تر نامه لاندې یو کنفرانس ترسره شو چې په کې د بهرنیو هیوادونو استازو هم ګډون کړی و.