د ننګرهار له مرکزی زندان نه يو شمېر بنديان آزاد کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112632-د_ننګرهار_له_مرکزی_زندان_نه_يو_شمېر_بنديان_آزاد_کړې_شول
طالب چارواکي وایي د دې بندیانو یا جرمونه واړه وو او یا یې د بند موده لږه پاتې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2022 10:00 Asia/Kabul
  • د ننګرهار له مرکزی زندان نه يو شمېر بنديان آزاد کړې شول

طالب چارواکي وایي د دې بندیانو یا جرمونه واړه وو او یا یې د بند موده لږه پاتې وه.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دافغانستان د طالبانو د موقته حکومت د ننګرهار د والي د ویندوې له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کښې ویل شوي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخند د فرمان او د ننګرهار د والي له لورې دګومارل شوي پلاوي چې په ترکیب کې یې د محکمې،څارنوالۍ،امر باالمعروف او پوهنې ادارو مشران موجود دي څیړنو وروسته نوي تنه چې کم عمر لرونکي تنکي زلمیان هم پکې شامل دي د ننګرهار له مرکزي زندان نه خوشی شول. په خبر پاڼه کې راغلي چې د ننګرهار سرپرست مرستیال والي مولوي نیاز محمد وهاج ددغه بندیانو دخوشې کیدو په مراسموکې وویل ټاکل شوي پلاوي په خپلو چارو کې له پوره ځیرنې کار اخیستی او په بې پرې توګه یې د بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې پریکړه کړې ده .

 هغه له خوشې شویو  بندیانو وغوښتل چې ازادي یو نعمت وګڼي او بیا ځلي د جرمونو د ترسره کولو چې له امله یې د دوې ازادي تر پوښتنې لاندې راولي هڅه ونکړي . د والي د ویاندوې له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې په ورته وخت کې د جلال اباد ښاري محکمې ریس او ددې پلاوي غړي مولوي امان الله حقاني وویل ګومارل شوی پلاوی په خپلو چاروکې واکمن دي او زر به دنورو پاتې بندیانو دبرخلیک په اړه هم پریکړه وشي. دننګرهار له مرکزي زندان څخه دا نوي تنه بندیان داسی مهال خوشې کیږي چې ورسره سم در ویشت تنه افغانان چې د ګاوندي هیواد پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې شوي وو په تورخم کې افغان لورې ته تر سپارل کیدو وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول . تردې وړاندې هم د پاکستان له زندانونو څخه ګڼ شمیر بندي افغانان خوشې او په تورخم کې افغان چارواکو ته سپارل شوي وو .