-
ننګرهار کښې ماین چاودنې اوه تنه مړه او ژوبل کړي نور تفصیل اصف شینواري راکړی
Nov 03, 2021 11:01زمونږ خبریال وايي شاهدان وایي نن غرمه مهال د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند د شاه برهان اغا زیارت سیمه کې د طالبانو پر یو رنجر موټر د سړک غاړې له وړاندې ایښودل شوي ماین چاودنه وکړه چې په پایله کې دعینی شاهدانو پر وینا دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ژوبل شول.
-
ننګرهار کښې د مخورو په مېنځګړيتوب د داعش ترهه ګرې ډلې پنځه شپیته غړي طالبانو ته تسلیم شول
Oct 31, 2021 12:29د ننګرهار دوالي د ویندوې دفتر له لورې رسنیو په استول شوې خبرپاڼه کې ددې ولایت د استخباراتو ریس ډاکتر محمد بشیر له قوله ویل شوي چې د داعش تکفيري ډلې دا غړي دننګرهار ولایت په کوټ او بټي کوټ ولسوالیو کې د یو شمیر قومي مخورو په منځګړتوب او غوښتنه دوې ته تسلیم شول.
-
طالبانو دوه افغان خبریالان وهلي ټکولي او وسایل یی ورته مات کړي دي
Oct 24, 2021 10:49دطلوع دخصوصي تلویزیون خبریال صداقت غورځنګ او دجاج نیوز ویب سایټ خبریال جاوید رازمند چې تورخم باډر ته تللي وو دطالبانو له لورې تر وهلو ټکولو وروسته یې وسایل هم ورته مات کړل.
-
د افغانستان پلازمینه کابل ښار بيا چاودنې ولړزوۀ
Oct 20, 2021 09:40نن سهار نږدې اته بجې د کابل ښار دریمې ناحیې اړوند دهمزنګ په څلور لاره کښې چاودنه شوې چې له کبله يې دوه کسان ژوبل شول.
-
د کندوز د ترهګرې چاودنې د مړو کسانو شمیر زیات شوی
Oct 09, 2021 21:30زمونږ خبریال راپور راکړی خبري سرچينو دافغانستان د کندوز ولایت روغتیا وزارت په قول وویل چې د شيعه مسلمانو په جومات کښې د داعش ترهګرې ډلی په پرونې بم چاودنې کښې د مړو کسانو شمېر 150 او د ژوبلو شمیر هم 200 تنو ته ورزیات شوی
-
د افغانستان د خبریال د وژلې هکله غبرګونونه دوام لري
Oct 03, 2021 09:56زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کښې د یرغلګرو په وروستي برید کښې د خبریال او د لیکوال وژل کیدا د دغه هیواد له خبریالانو د ملاتړ د موسسو غبرګون ځان پسې لرلی دی .
-
طالبانو په غزني کې پنځه (۵) تنه انسان تښتوونکي نیولي نور تفصیل زمونږ خبریال نعمت الله افغان راکړی
Oct 03, 2021 07:49زمونږخبریال وايي د افغانستان په غزني ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د (۵) انسان تښتوونکو د نیولو خبر ورکوي .
-
ننګرهار کښې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې بندې شوي او زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي
Sep 20, 2021 23:59د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د تړل کیدو له امله زرګونه کسانوخپل کار له لاسه ورکړی دی
-
د ننګرهار بم چاودنې داعش ترهګرې ډلې کړي دي
Sep 19, 2021 23:56فارس خبري اژانس وايي داعش ترهګرې ډلې پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د افغانستان د تیرې شنبې او د یکشنبې ورځې د بم چاودنو مسولیت پرغاړه واخیست .
-
د کابل په خونړیو چاودنو کښې دوو سوو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده/ غږیز رپورټ
Aug 27, 2021 03:06د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر مخې ته پرون مازیګر په شویو دوو ځانمرګو بریدونو کښې لږترلږه دوو سوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.