ننګرهار کښې په شپږ زره جریبه زمکه دستروسو نوي باغونه جوړیږي
د ننګرهار د کانال ادارې د مطبوعاتو مسول سید همایون غریبمل وایي د دې ادارې د مشرتابه په هلو ځلو اوخصوصی سکتور په مالي مرسته د کانال ادارې ملکیت پر شپږ زره جریبه زمکه د مالټو او ستروسو نوي باغونه جوړیږي .
له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې نوموړي وویل د دغو باغونو د جوړولو چارې عملا پېل شوي چې سلګونو تنو ته په کې دکار کولو زمینه هم برابره شوې ده. سید همایون غریبمل وویل دکانال پر زرګونه جریبه زمکه له پخوا نه جوړ دمالټو او ستروسو باغونه هر کال په زرګونو ټنه حاصلات ورکوي چې د دې باغونو په جوړیدو سره به یې د حاصلاتو کچه نوره هم لوړه شي. دننګرهار هوا د ستروسو باغونو پالنې ته خورا مساعده ده او د همدې امله پر کانال ادارې سربیره خصوصی سکتور او زمکه والو هم پر زرګونو جریبه د مالټو او ستروسو باغونه جوړ کړي دي.
د ننګرهار دستروسو حاصلات چې دلوړ کیفیت لرونکي دي پر پلازمینه کابل سربیره دهیواد نورو ولایتونو ته هم صادریږي. د کانال ادارې د مطبوعاتو مسول دغه راز وویل د دې ادارې اړوند د غواګانو دساتنې ویجاړ شوے فارم به هم زر بیرته بيا روغ کړې شي نوموړي وویل پخوانی فارم چې پر پينځه دیرش جریبه زمکه جوړ شوے و او د بېلابېلو نسلونو نږدې زر شیدې ورکوونکې غواګانې پکې وې او هره ورځ به ترې زرګونه لیټره شیدې تر لاسه کیدې د تیرو څلورو لسیزو جګړو له امله ویجاړ او غواګانې یې هم له منځه لاړې دي . د غریبمل پر وینا اوس یو بهرنی مرسته کوونکی بنست چمتو شوے چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او ډير زر به یې د بيارغیدو چارې پېل شي.دا مهال په ننګرهار کښې دخصوصی سکتور پر مټ جوړ شوي لسګونه د شیدو ورکوونکو غواګانو د پالنې فارمونه جوړ او فعالیت کوي.