-
د ایران قدرت د امریکا ولسمشر ټرامپ شاتګ کولو ته مجبوره کړ
Aug 02, 2026 15:17پارس ټوډې- د لبنان یوې رسنۍ د ایران د اسلامي جمهوریت اقتدار د تهران پرضد د خپل پوځي ګواښ له اجرا کولو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د شاتګ کولو عامل وباله.
-
د ایران ولس او خاورې د روا دفاع لپاره به له ټولو وسایلو کار واخلو
Aug 02, 2026 13:19پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوي اعلامیي کې د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو د ستاینې ترڅنګ، د امریکا د ګواښونو او غیرقانوني بریدونو پر وړاندې د ایران د ولس د پیاوړې او اتلوالې دفاع پر دوام ټینګار وکړ.
-
د امریکا د پوځ قومندانان د ویټنام د تجربې له تکراریدا ویره لري
Aug 02, 2026 14:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عربي نړۍ مشهور شناند «عبدالباري عطوان» د هر ډول تیري د له مینځه وړلو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالي او د ویټنام د جنګ د تجربې له تکرار څخه د امریکا د پوځي قومندانانو ویریدا ته په اشارې سره له خپلو ګواښونو څخه د ډونالډ ټرامپ د شاتګ کولو پینځه ډوله دلایل تشریح کړل.
-
په امریکا کې د بېوزلۍ پراختیا؛د وینې د پلازما له پلورلو د ماشومانو د خوړو د مرستو تر غوڅيداپورې
Aug 02, 2026 14:22پارس ټوډې – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې په امریکا کې د بې وزلۍ د پراخېدو او د دغه هېواد د خلکو ترمنځ د ټولنیز واټن د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
-
نیویارک ټایمز لیکلي؛ امریکا د سټراټیژیکې ماتې په درشل کې ده
Aug 02, 2026 13:40پارس ټوډې – د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې، د ایران پر ضد په جنګ کې د امریکا د خپلو موخو د نه ترلاسه کولو په اړه لیکلي چې دا جنګ نه یوازې امریکا د یوې سټراټیژیکې ماتې تر درشله رسولې، بلکې د متحدینو باور ئې هم ډير زیانمن کړی دی
-
د امریکاولسمشر او جمهوري غوښتونکي به له درنې ماتې سره مخ شي
Aug 02, 2026 13:33پارس ټوډې – د ایران پخواني خارجه وزیر او د اسلامي شورا یوه استازي وویل، ایران به د سیاسي او پوځي ډګرونو د فعالې تګلارې او طرحو په خپلولو سره، ټرمپ او جمهوري غوښتونکو ته سخته ماتې ورکړي.
-
له امریکا سره د جنګ په بهیر کښې د ایران د پوځي قدرت د دوام راز :-
Aug 02, 2026 12:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د برازیل «او ګلوبو» ورځپاڼې په یوه راپور کښې د ایران د پوځي توان د کمزوري کیدا په اړه د امریکا د ادعا تر پوښتنې لاندې وروستلو سره ولیکل
-
د امریکا لیونتوب ته مو د ځواب ورکولو لپاره پراخ پروګرامونه چمتو کړي دي
Aug 01, 2026 06:41د ایران یوه لوړرتبه امنیتي چارواکي تسنیم خبري اژانس ته وویل چې د ایران په بیخ بنایانو باندې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د احتمالي حملو په هکله د امریکا د رسنیو ادعاګانې یو ډول لیونتوب ګڼو
-
ټرامپ وايي له ایران سره حقیقي موافقه غواړم
Aug 01, 2026 05:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دروغجن او بې منطقه ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوځل بیا د ایران پرضد د چټي خبرو په تکرارولو سره ادعا وکړه: مونږ غواړو حقیقي موافقه وکړو.
-
د امریکا تابوتونه په سیمه کښې د دوې د تجهیزاتو برخه ده
Jul 31, 2026 11:01پارس ټوډې- د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا صلی الله علیه والسم د مرکزي قرارګاه قومندان برید جنرال پایلوټ «علي عبداللهي» ولیکل: د امریکا د پوځیانو تابوتونه په فارس خلیج سیمه کښې د دوې د پوځي تجهیزاتو یوه برخه ده.