-
د نیویارک ښاروال؛د ایران پر ضد جنګ باید پای ته ورسېږي
May 29, 2026 12:27پارس ټوډې - د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني د امریکا او صهیونیستي رژیم لهخوا د ایران پر ضد تپلی جنګ یو ځل بیا په کلکه غندلی او وئیلي ئې دي چې دغه جنګ باید پای ته ورسېږي.
-
عمان ته ګواښ د ټرامپ له کنټرول څخه د جنګ د وتلو ښودنه کوي
May 29, 2026 06:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور «کریس مورفي» د واشنګټن په غلیمانه او جنګ غواړو سیاستونو باندې نیوکې سره وویل په عمان باندې د حملې ګواښ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ له کنټرول څخه د جنګ د وتلو ښودنه کوي.
-
امریکا د ایران د تیلو د خرڅولو په پلمه د پینځویشتو کسانو، شرکتونو او کشتیو پرضد نوي بندیزونه ولګول
May 29, 2026 05:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا خزانې وزارت د ډيپلوماسۍ او د زیات دباو د دوه ګوڼه کړچار په دوام کښې د پینځویشتو کسانو، شرکتو او کشتیو پرضد د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو او د انرژۍ له برخو سره د ارتباط د لرلو په پلمه یوشمیر بندیزونه ولګول.
-
د عمان گوښل په امریکا کې د سیاستونو او واکوالۍ د سسټم اخلاقي دیوالیه کیدا ده
May 29, 2026 03:42د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي جوته کړه په چټي پلمې سره د عمان پرضد د بندیزونو د لګولو ګواښ یو مطلقا غیر قانوني او د ملګروملتونو او د نړیوالو حقوقو د منشور له بنیادي اصولو سره په تضاد کښې یو اقدام دی او نړیواله ټولنه باید د دغه کړچار په مقابل کښې په مسوولانه کړچار سره د نړیوالو حقوقو د اصولو د خلاف ورزۍ د عادي کیدا د بهیر خنډ شي.
-
د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له وحشته د صهیونیستانو سخته وېره
May 28, 2026 13:16پارس ټوډې - د صهیونیستي رژیم یوې رسنۍ د حزبالله د بېپېلوټه الوتکو له امله د صهیونیستانو د وېرې په یادولو سره، دا حالت «پراخېدونکې خپسکه بللی او لیکلي ئې دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د یو ه ستړي او کمزوري ګوډ مرغاوي په څېر ښکاري.
-
میډل ایسټ ايي: تهران ګټونکې پاڼې لري/ هرمز اوبلاره به تل د ایران په کنټرول کښې وي
May 28, 2026 10:41پارس ټوډې – میډل ایسټ ايي خبري سایټ په یوه یادښت کښې ولیکل: ایران د هرمز اوبلارې په کنټرولولو او توغندوي توان سره د جنګ ګټونکی دی.
-
د ایران سپاه پاسدارانو په بندر عباس کښې د امریکا تیري ته ځواب ورکړ
May 28, 2026 09:56پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په بندرعباس باندې د تیري د مبدا په امریکايي اډې باندې نن سهار برید وکړ.
-
د امریکا د کابینې غونډه د خراب موسم په وجه وځنډول شوه
May 27, 2026 05:01زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دروغجن او دیکتاتور ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل نن په کیمپ ډیویډ کښې د کابینې وربلل شوې غونډه د خراب موسم له کبله ځنډول شوې ده.
-
د ایران او د عراق چارواکو په سیمه کښې د ثبات په رامینځته کولو کښې د مقاومت په رول ټینګار وکړ
May 27, 2026 04:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا د دارالانشا د بهرني سیاست او د نړیوال امنیت مرستیال علي باقري د ماسکو د څوارلسم نړیوال امنیتي کانفرنس په څنګ کښې د عراق د ملي امنیت له سلاکار «قاسم الاعرجي» سره کتنه او خبرې وکړې.
-
له ټولو اختلافاتو سره سره د امریکا دښمنان نه یوو
May 27, 2026 03:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کیوبا د باندنیو چارو وزیر« ایډورډو روډریګز پاریلا» د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې مونږ د امریکا دښمنان نه یوو وویل زمونږ هیواد په هاوانا کښې د حکومت د بدلولو لپاره د واشنګټن هڅې غندي.