له ټولو اختلافاتو سره سره د امریکا دښمنان نه یوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i173426-له_ټولو_اختلافاتو_سره_سره_د_امریکا_دښمنان_نه_یوو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کیوبا د باندنیو چارو وزیر« ایډورډو روډریګز پاریلا» د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې مونږ د امریکا دښمنان نه یوو وویل زمونږ هیواد په هاوانا کښې د حکومت د بدلولو لپاره د واشنګټن هڅې غندي.
(last modified 2026-05-26T23:10:55+00:00 )
May 27, 2026 03:37 Asia/Kabul
  • له ټولو اختلافاتو سره سره د امریکا دښمنان نه یوو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کیوبا د باندنیو چارو وزیر« ایډورډو روډریګز پاریلا» د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې مونږ د امریکا دښمنان نه یوو وویل زمونږ هیواد په هاوانا کښې د حکومت د بدلولو لپاره د واشنګټن هڅې غندي.

هغه په نیویارک کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې خبرداری ورکړ که چیرې امریکا پوځي بلا غوښتنې یا هغه څه ته چې ملت جوړونه یې نوموي دوام ورکړي د کیوبا خلک به تر اخري شیبې پورې وجنګیږي . ټاټوبی یا مرګ؛ بریالي به شو.

د کیوبا د باندنیو چارو وزیر« ایډورډو روډریګز پاریلا» د نولس سوه شپیتم میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په شپږویشتمه نیټه د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د  پخواني مشر «فیډل کاسترو» د وینا په یادونې سره وویل: «اجازه ورکړئ چې کیوبا په سولې کښې ژوند وکړي.»

هغه د فيډل کاسترو په قول زیاته کړه« کله چې د چورتالان فلسفه له مینځه لاړه شي د جنګ فلسفه به هم له مینځه لاړه شي.»

د کیوبا د باندنیو چارو وزیر« ایډورډو روډریګز پاریلا» په امنیت شورا غږ وکړ چې لږ تر لږ هڅه وکړي د هاوانا پرضد د کلابندۍ او د ګواښونو په باره کښې په خپل اصلي مسوولیت باندې عمل وکړي.

هغه وویل امریکا په خپلو اقداماتو سره د نړیوال امنیت او د سولې د کمزوري کولو او د نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ کولو په حال کښې ده.