-
بقایي: د انرژۍ بازار ثبات ساتل، د جنګ د توجیه لپاره بل لوي درواغ دي
May 18, 2026 05:33پارسټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په "ایکس" ټولنیز چینل کې ولیکل: د غیرقانوني جنګ د توجیه لپاره د نړیوالې انرژۍ د بازار د سولې او ثبات ساتل بل لوي درواغ دي .
-
غریب آبادي: د امریکې د بشري حقوقو اصلي څیره د آلبانزه په بایکاټولو سره بې نقابه شوه
May 17, 2026 16:06پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال په سوشل میډیا کښې په یو پيغام کښې ولیکل: په نړیواله جزايي محکمه کښې د ځواب وینې د غوښتنې په وجه د ملګرو ملتو په یو ځانګړي رپورټرې بندیز لګول، د امریکې د بشري حقوقو د سیاسي اصلي څیره په ډاګه کوي.
-
قالیباف: نړۍ د نوی نظم په درشل کې ده
May 17, 2026 07:35پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمد باقر قالیباف وویل: د ایران د ملت مقاومت، د نړۍ بدلون چټک کړ؛ راتلونکی د جنوبي نړۍ دی.
-
د بشري حقونو پر ځانګړي راپور ورکوونکي د بندیزونو په اړه د یوې فدرالي محکمې پرېکړې ته د غریبآبادي غبرګون
May 17, 2026 07:30د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال غریبآبادي وویل: د امریکا په قاموس کې بشري حقونه تر هغې محترم دي چې اسرائيلي رژيم ته و نه رسېږي.
-
القسام: «عزالدین الحداد» د اوربند د تړون د ښکاره نقض په عملیاتو کې په شهادت ورسېد
May 17, 2026 06:34پارس ټوډي- د حماس د پوځي څانګې د شهید عزالدین القسام لواګانو اعلان وکړ چې عزالدین الحداد (ابوصهیب)، د دې لواګانو قوماندان، د بزدلانه ترور په عملیاتو کې او د تړون د ښکاره نقض په ترڅ کې په شهادت ورسېد.
-
پزشکیان: د نړۍ هیوادونه دې د امریکې له خطرناکو بلاغوښتنو سره مقابله وکړي
May 16, 2026 14:35پارس ټوډی - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ایران په وړاندې د امریکا او صهیونیسټ رژیم د وروستیو تیریو په اړه د پاپ د اخلاقي دریځونو په ستایلو سره، د نړیوالې ټولنې لخوا د حقیقي او عادلانه چلند په اړتیا باندې ټینګار وکړ.
-
د امریکا او د چین ترمینځ اختلاف راښکاره شوی
May 16, 2026 11:32زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د چین د ولسمشر «شي جینپینګ» ترمینځ له دوه ورځنۍ کتنې وروسته دواړو هیوادونو بیلابیلې بیانیې خپرې کړې چې پکښې په مهمو موضوع ګانو کښې واضح اختلاف راښکاره شوی.
-
د پنجشنبې له شپې راهیسې د ایران په اجازې شاوخوا ۳۰ سوداګریزې کښتۍ د هرمز له تنګي تېرې شوي
May 15, 2026 06:21پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک اعلان وکړ: د پنجشنبې له شپې راهیسې تر اوسه شاوخوا ۳۰ سوداګریزې کښتۍ د ایران د اسلامي جمهوریت په اجازې او د سپاه د سمندري ځواک په همغږۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.
-
د ایران فضايي سازمان: درې ایراني سپوږمکۍ د ازموینو وروستي پړاو ته رسېدلې دي
May 15, 2026 06:18پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د فضايي سازمان رئیس د درې ایراني سپوږمکیو د نهايي ازموینو خبر ورکړ.
-
د زورواکۍ پر وړاندې په مقاومت سره باید وښایو چې دغه چلندونه دې د تاریخ ټوکرۍ ته وسپارل شي
May 14, 2026 14:04پارس ټودي – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د امریکا د سرزورئ پر وړاندې مقاومت کوم ناپېژندل شوی جنګ نه دی. زمونږ ډېری هېوادونه له دغه ډول دباؤ او کرکې ډکو زورواکیو سره په بېلابېلو بڼو کې لاس او ګریوان شوي دي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې په ګډه څرګنده کړو دغه ډول چلندونه باید د تاریخ د ګند ټوکرۍ ته وسپارل شي.