د امریکا او د چین ترمینځ اختلاف راښکاره شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د چین د ولسمشر «شي جینپینګ» ترمینځ له دوه ورځنۍ کتنې وروسته دواړو هیوادونو بیلابیلې بیانیې خپرې کړې چې پکښې په مهمو موضوع ګانو کښې واضح اختلاف راښکاره شوی.
الجزیرې ټيلي ويژن وویل امریکا ادعا کړې ده د چین او د امریکا ترمینځ تجارتي تړونونه شوي دي دا په داسې حال کښې چې چین خپل پام ټائیوان، د ایران پرضد جنګ او د سیمې د امنیت په هکله متمرکز کړ.
امریکا وویل چې چین د امریکا له بوئینګ شرکت څخه د دوه سوه الوتکو د اخیستلو لپاره خپله اراده ښودلې ده خو تراوسه چین او بوئینګ شرکت دغه تړون نه دی تائید کړی.
الجزیرې ټیلي ويژن په خپل راپور کښې ویلي دي چې د ایران په هکله د امریکا او د چین نظرونه مختلف دي.
د امریکا سپینې ماڼۍ ادعا کړې ده د چین او د امریکا ولسمشرانو په دې خپله موافقه کړې ده چې ایران هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي خو چین یوازې دا ویلي دي چې د ایران پرضد باید جنګ نه کیدلای او د جنګ د ختمولو حل لاره خبرې اترې دي.
امریکا د هرمز اوبلارې په هکله په خپلې بیانیې کښې وویل چین او امریکا د دغه مهمې سمندري اوبلارې د خلاصیدا په هکله یو شان نظر څرګند کړ خو چین د تجارت او د انرژۍ په نړیوال وړاندښت باندې د جنګ منفي پایلو ته اشاره وکړه.
په دغه راپور کښې ویل شوي دي د چین ولسمشر «شي جینپینګ» د ټایوان موضوع د امریکا او د چین د اړیکو تر ټولو حساسه موضوع وبلله او خبرداری یې ورکړ چې غلط سیاست د امریکا او د چین ترمینځ د جنګ سبب کیدلای شي دا په داسې حال کښې دي چې امریکا په خپلې بیانیې کښې د ټایوان موضوع ته هیڅ اشاره نه ده کړې.
د الجزیرې ټيلي ويژن په راپور کښې ویل شوي دي امریکا او چین دغه خبره تائید کړې ده چې په کتنه کښې د چین او د امریکا د اړیکو ، د ایران د جنګ او د نړیوال ثبات په شان په مهمو موضوع ګانو خبرې وشوې او د ځینو نویو ګډو ټکو په هکله هم یو شان نظر څرګند شو.