-
د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې به د ۱۰۰ هېوادونو مېلمانه ګډون وکړي
Jul 02, 2026 16:45پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د بېلابېلو هېوادونو ګڼ شمېر رسمي چارواکي، سیاسي شخصیتونه او ولسي پلاوي به د مجاهد او شهید لارښود د جنازې او وروستي درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي.
-
د ایران بمبار شويو ایټمي مرکزونو ته د آژانس د پلټونکو د لاسرسي ادعا ناسمه ده
Jul 02, 2026 16:42پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي مشر وویل، دا ادعا چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس (IAEA) پلټونکو ته د ایران بمبار شويو اټومي مرکزونو ته د لاسرسي اجازت ورکړل شوی، په بشپړه توګه ناسمه ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال دغه آژانس یوازې دوو ځایونو ته د لاسرسي حق لري؛ یو د بوشهر اټومي برېښناکوټ او بل د تهران څېړنیز ریکټور دی، او لاسرسی هم یوازې همدې دوو ځایونو پورې محدود دی.
-
اسرائیل غواړي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي
Jul 02, 2026 16:38پارس ټوډې – د لبنان د پارلمان مشر، په دې په ټینګار سره چې صهیونیسټي رژیم هڅه کوي د لبنان پوځ د مقاومت له ځواکونو سره مخامخ کړي، وویل چې دا موضوع د اسرائیلو د اقداماتو تر شا پټ اهداف څرګندوي، خو دا هڅه به هېڅکله بریالۍ نه شي.
-
د وحشی صهیونیسټي رژيم دړکو ته د اسلامی ایران کلک او جدي ځواب
Jul 02, 2026 12:32پارس ټوډې – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي، د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود پر ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژیم د سپکو ګواښونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.
-
عرب لیکوال: امریکا او اسرائیل هېڅ تړون ته ژمن نه پاتې کېږي
Jul 01, 2026 12:58پارس ټوډې – یوه عرب لیکوال ویلي، تاریخ ثابته کړې چې امریکا او اسرائیل هغو ژمنو ته چې کوي یې، نه وفادار پاتې کېږي او نه هم پرې عمل کوي.
-
یو تکړه امریکائي شنونکی وا ئي؛ ایران له جنګه لا پیاوړی ووت
Jul 01, 2026 12:52پارس ټوډې – یو امریکائي شنونکي ویلي، د امریکا پوځي عملیات د دې لامل شول چې ایران د جنګ پای ته له رسېدو وروسته د پخوا په پرتله په لا پیاوړي دریځ کې شي.
-
عراقچي د امریکا د کورني امنیت وزیر ته: ثابته مو کړه چې د یوې نړیوالې سیالۍ د کوربهتوب وړتیا نه لرئ
Jul 01, 2026 11:12پارس ټوډی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د کورني امنیت د وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، تاسو نړۍ ته ثابته کړه چې د یوې نړیوالې ورزشي سیالۍ د کوربتوب وړتیا نه لرئ.
-
لوېدیځ ولې په ایران کې د ولایت په مفهوم نه پوهېږي ؟
Jun 30, 2026 16:24د ایران د مصحلت پیژندنې ټولنې غړي وویل: د خلکو او رهبرۍ اړیکه عقیدتي ده او لوېدیځ په دې اړیکه نه پوهېږي.
-
بقايي: په راتلونکو ورځو کې له امريکا سره په هېڅ کچه د مذاکراتو ناسته نلرو
Jun 30, 2026 12:02پارس ټوډې – د ايران د مذاکراتي پلاوي وياند وويل: په راتلونکو ورځو کې له امريکايي لوري سره په هېڅ کچه د مذاکراتو هېڅ ډول ناسته نه لرو او دا چې امريکايي استازي قطر ته سفر کوي، له هغه سفره سره هېڅ تړاو نه لري چې ايراني پلاوی يې د تفاهم ليک د مفادو د تطبيق د تعقيب لپاره ترسره کوي.
-
قضاييه قوه، د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره بېساری ځایګی لري
Jun 28, 2026 17:38پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر د ایران د قضاييه قوې د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې لیکلي دي: قضاييه قوه، د چارو د بهیر د اصلاح او د نظام د نورو برخو د حرکت لپاره یو کمساری، بلکې بېبدیله ځایګی لري، چې دا کار د همدې قوې په دننه کې د اصلاح او بیارغونې د بهیر د دوام غوښتنه هم کوي.