د ایران او روسیې دوه اړخیزې اړیکې به لاژورې او پیاوړي شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177518-د_ایران_او_روسیې_دوه_اړخیزې_اړیکې_به_لاژورې_او_پیاوړي_شي
پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان وویل: د ایران او روسیې ترمنځ اړیکه یوه عادي اړیکه نه ده، بلکې دا اړیکې ســټراتېژیکې او پر ګډو ګټو او مصلحتونو ولاړې دي.
(last modified 2026-09-03T07:48:03+00:00 )
Sep 02, 2026 04:54 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې دوه اړخیزې اړیکې به لاژورې او پیاوړي شي

پارس ټوډې ـ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان وویل: د ایران او روسیې ترمنځ اړیکه یوه عادي اړیکه نه ده، بلکې دا اړیکې ســټراتېژیکې او پر ګډو ګټو او مصلحتونو ولاړې دي.

پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور  ورکړی، د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر مسعود پزشکیان پرون  په قرغزستان کې د شانګهای ملګرتیا موسیسې  د سرمشریزې په څنډې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنې کې، د ایران او روسیې د اړیکو لوړې کچې او د ګډو تفاهماتو د عملي کېدو د خوښ بهیر په اشارې سره ، د بېلابېلو پړاوونو پر مهال، په تیره بیا  د جنګ په پړاؤ  او همدارنګه د امریکا د بندیزونو له امله د رامنځته شویو شرایطو پر مهال، د روسیې د حکومت او ولس له ملاتړ څخه د ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.

د ایران ولسمشر وویل: په ملګرو ملتو او نورو نړیوالو بنسټونو کې د روسیې دریځونه ښئي چې د تهران او مسکو اړیکې ځانګړی ماهیت لري.هغه زیاته کړې: دا ملاتړونه ښئي چې د دواړو هېوادونو اړیکه عادي اړیکه نه ده، بلکې سټراتیژیکې اړیکې دي چې پر ګډو ګټو او مصلحتونو ولاړې دي.

د ایران ولسمشر د شانګهای د ملګرتیاموسیسې  د سرمشریزې جوړېدل د یو اړخیزپالنې  پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍ د هېوادونو ترمینځ د یوې پراخې ارادې د رامنځته کېدو نښه وبلله او ویې ویل: نور هېوادونه هم نه مني چې نړیوال نظام دې د یو اړخیزتوب  پر بنسټ اداره شي؛ هېڅ هېواد حق نه لري چې د بل هېواد ملي حاکمیت خلاف ورزي کړي او یا د زور له لارې خپلې موخې پر نورو هېوادونو وتپي.

ډاکټر پزشکیان د تهران او مسکو د اړیکو پر ژورتیا او صداقت ټینګار وکړ او څرګنده ئې کړه: د ایران او روسیې تعاملات صادقانه او ژوَر دي، د دواړو هېوادونو اړیکې په ټولو برخو کې ښې شوې دي او په راتلونکي کې به لا پسې پراختیا ومومي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغې لیدنې کې د ایران د اسلامی انقلاب د شهید رهبر نامه  او خاطره په یاد کړه  او د ایران او روسیې د سټراتیژیک مشارکت د پراختیا په بهیر کې ئې د هغه رول ته اشاره وکړه. هغه د دوه اړخیزو همکاریو د دوام او لا ژورولو لپاره د مسکو پر هوډ ټینګار وکړ.

پوتین وویل: امریکا او صهیونیستي رژیم د ایران پر وړاندې د خپل تېري پر مهال خپلو موخو ته ونه رسېدل او د ایران د ولس  یووالی او مقاومت ئې د دغو موخو د ناکامۍ له مهمو عواملو  وبلل.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: مسکو څو ځله امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و چې د ایران پر وړاندې پوځي حل‌لاره به د بریا هېڅ لرلید ونه لري.

هغه ټینګار وکړ: ایران یو داسې هېواد دی چې بډایه او ژوَره ریښه لرونکی تمدن او کلتور لري، او هغوی  اوس  د دغه حقیقت درک کول  پیل کړي دي.

د روسیې ولسمشر ټینګار  کړی چې مسکو به له تهران سره په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي او «مونږ به له ایران سره خپلې اړیکې په ټولو برخو کې دوامدارې وساتو او د روسیې خلک له هغو ایرانیانو سره چې له خپلو ګټو دفاع کوي، خپل  پيوستون اعلانوي.

پوتین د دوه اړخیزو اړیکو د بهیر په اړه وویل: د روسیې او ایران اړیکې په ټولو برخو کې په پرله‌پسې توګه د پراختیا په حال کې دي. روسیې او ایران، سره له پوځي او سیاسي شرایطو، په تېر کال کې په سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کې د رامنځته شوي پرمختګ بهیر ساتلی دی.

ولادیمیر پوتین همدارنګه د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشره وغوښتل چې د هغه سلامونه او درناوی د اسلامي انقلاب ستر رهبر، حضرت آیت‌ا... سیدمجتبی خامنه‌اي ته ورسوي.