-
د پاکستان ولس د فلسطین او لبنان د مظلومو خلکو په ملاتړ کې میلیوني مظاهرې وکړې
Oct 07, 2024 03:41سحاب – د پاکستان د کراچۍ په شمول په سترو ښارونو کې په میلیونونو پاکستانیانو د غزې تړانګې او لبنان پر مظلومو خلکو باندې د اسرائيلو او د هغو دملاتړو له خوا په وحشي ډول جنایتونو او نسل وژنې باندې په اعتراض کې سترې مظاهرې وکړې.
-
ایران د اړیکو د پياوړتیا لپاره له اروپا سره د خبرواترو هرکلی کوي
Oct 07, 2024 01:29سحاب- د ایران داسلامي جمهوریت ولسمشر ووئيل؛ایران له ا روپائي هیوادونو سره د اړیکو دپياوړتیا او د مسلو دختمولو لپاره له اورپائي هویادونو سره دخبرواترو هرکلی کوي.
-
د لبنان حزب الله ځواکونو په اسرائیلو ستر بریدونه وکړل
Oct 06, 2024 01:10مهر خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ په صهیونیسټ پوځي صنایعو شرکت«اتا» باندې توغندي وویشتل.
-
په لبنان کې د ایران سفیر: ایران به پرې نږدي چې د سیمې برخلیک د امریکا او صهیونیسټانو په لاس بدل شي
Oct 05, 2024 12:17پارس ټوډی – په لبنان کښې د ایران سفیر د اسرائیلو له حملو سره هممهاله پلازمینې بیروت ته د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سفر «زړورتیا» وبلله.
-
د تهران په مصلی کې د في سبیل الله مجاهد سید حسن نصرالله د یاد مراسم پیل شول
Oct 04, 2024 08:44د ایرنا د خبر له مخې؛ د في سبیل الله مجاهد شهید سید حسن نصرالله د یاد مراسم چې د همدې اونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل څخه مخکې په تهران کې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۴ نېټه د انقلاب د معظم رهبر په مشرۍ د ترسره کېدو په حال کې دي، د اسلامي انقلاب د معظم لارښود له خوا، د اسلامي امت سید، د في سبیل الله مجاهد، د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر، شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصرالله او د سردار نیلفروشان په ګډون د هغه د ملګرو د شهادت یاد او خاطرو نمانځنه کېږي.
-
نن د جمعې لمونځ د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په امامت ترسره کیږي
Oct 04, 2024 00:55زمونږ خبریال راپور راکړی د مجاهد في سبیل الله او د اسلامي امت د ګران سید شهید حجت الاسلام و المسلمین سید حسن نصر الله او د سردار شهید نیل فروشان په شمول
-
په نیول شویو سیمو کې د حزب الله د پوځي عملیاتو دوام
Oct 03, 2024 12:18د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کې اعلان کړی چې په غزې تړانګه کې د فلسطیني ملت په ملاتړ او د لبنان د دفاع په لړ کې، د لبنان د اسلامي مقاومت ځواکونو، د نیول شویو سیمو په شمال کې، په صهیونیسټي ښارګوټي کې د دښمن خوځښتونه، په څو توغندیو سره په نښه کړي دي. د دغې بیانیې له مخې، دغه توغندي په مستقیم او دقیق ډول، پر خپلو هدفونو لګېدلي دي.
-
په اسرائیلو د حزب الله په حمله کښې ۱۴ صهیونیسټي پوځیانو هلاک شول
Oct 03, 2024 03:56د لبنان حزب الله په دوام کښې د صهیونیسټي رژيم د سنګرونو خلاف د پرله پسې بریدونو په دوام کښې د دغه رژيم په دوو پوځي اډو باندې توغندوي او ډرون حمله وکړه چې له امله یې ۱۴ صهیونیسټي پوځیان هلاک شول.
-
ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي
Oct 02, 2024 14:06د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر ته په خطاب کې ټینګار وکړ: ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې په کلکه درېږي.
-
د وعده صادق ۲ عملیات؛ د ځان له مشروع دفاع سره سم د ایران اقدام
Oct 02, 2024 14:03د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر صهیونیسټي رژیم د ایران توغندوي برید، د مشروع دفاع حق ( د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې ) له مخې وباله.