-
له صهیونیسټي پوځیانو سره په مقابله کې د لبنان د حزب ا... د بریاوو دوام
Nov 04, 2024 13:44د لبنان حزب ا... په مختلفو جبهو کې د صهيونیسټي پوځ په خلاف په کاميابۍ سره، خپل عمليات ترسره کوي. د لبنان اسلامي مقاومت، د صهیونیسټي رژیم د هدفونو پرضد د درې توغندیزو عملیات خبر ورکړی دی. د لبنان حزب ا... د دوشنبې د سهار په لومړیو عملیاتو کې د صهیونیسټي رژیم د ایلیت هشاحر ښارګوټی په توغندیو سره په نښه کړ.
-
د نتانیاهو ویاند او درې نور چارواکي د اسرائیلو د محرمو معلوماتو د افشا کولو په تور نیول شوي دي
Nov 04, 2024 11:16د صهیونیسټي رژیم امنیتي بنسټونو د دغه رژیم د لومړي وزیر د ویاند او درېیو نورو چارواکو د نیولو خبر ورکړ.
-
اسرائیلو په رسمي ډول د آنروا پر فعالیتونه بندیز ولګاوه
Nov 04, 2024 10:57صهیونیسټي رژیم د خپلو جنایتکارو اقداماتو په دوام کې، په نیواکي فلسطیني سیمو کې د آنروا ادارې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
-
پزشکیان صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړ
Nov 04, 2024 10:41د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر صهیونیسټي رژیم ته خبرداری ورکړی چې: د دغه رژیم مشران پوهېږي چې که کومه تېروتنه وکړي، نو له سخت غبرګون سره به مخامخ شي.
-
د ایران پر وړاندې د جنګ پاللو د پایلو په اړه صهیونیسټي رژیم ته د ترکیې خبرداری
Nov 04, 2024 10:26د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د صهیونیسټي رژیم د هرډول اقدام د خطرناکو پایلو په دغه رژیم ته خبرداری ورکړ.
-
د غزې په شمال کې ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Nov 02, 2024 02:39د صهیونیسټانو له خوا د غزې په شمال کې د تېرې یوې میاشتې د محاصرې له امله لږ تر لږه ۱۲۰۰ فلسطینیان په شهادت رسېدلي دي.
-
د فلسطیني مبارزانو له خوا ۱۲ صهیونیسټي پوځیان هلاک او ټپیان شوي دي
Nov 02, 2024 02:06د سحاب شبکې د راپور له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام کنډک ټینګار کړی چې د دغه مقاومتي ډلې مبارزانو د غزې تړانګې په شمال او د جبالیا کمپ په « القصاصیم » سیمه کې یو کور چې د صهیونیسټي اشغالګرو 12 عسکر پټ وو، له آر پي جي راکټونو سره په نښه کړی چې له امله یې هغوی مړه او یا ټپيان شوي دي.
-
په جرمني کې د ایران د قونسلګریو د تړل کېدو په اړه د عراقچي غبرګون
Nov 02, 2024 01:47د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د ایران د قونسلګریو د تړلو په اړه د آلمان د حکومت پریکړه یې په هغه هېواد کې د مېشتو ایرانیانو پر وړاندې یو تحریمي عمل وباله.
-
په بلوچستان کې د واکسيناتورانو پر ساتونکو بريد کې اووه تنه وژل شوي
Nov 01, 2024 12:32د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته نژدې په یوه برید کې د پولیو د واکسیناتورانو د امنیت لپاره ګومارل شوي پولیس په نښه شوي چې له امله یې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
-
په امریکایي وسلو سره د فلسطینیانو نسل وژنه
Nov 01, 2024 11:12په غزه کې په امریکايي وسلو سره د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام، د امریکا په سیاسي ناستو او رسنیو کې د اختلاف وړ موضوع ګرځېدلې ده.