اسرائیلو په رسمي ډول د آنروا پر فعالیتونه بندیز ولګاوه
صهیونیسټي رژیم د خپلو جنایتکارو اقداماتو په دوام کې، په نیواکي فلسطیني سیمو کې د آنروا ادارې پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
د سحاب شبکې د خبر له مخې، اسرائیلي رژیم د فلسطین ضد سیاستونو په دوام او د نړۍ او نړیوالو د پرېکړو په خلاف، نن دوشنبه د نومبر په څلورمه نېټه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار له ادارې (آنروا) سره د همکارۍ تړون لغوه کړ.
د صهیونیسټي رژیم د راډیو او ټلویزیون سازمان خبر ورکړی چې د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت خپله دغه پریکړه ملګرو ملتونو ته اعلان کړې او ویلي چې له آنروا سره په ۱۹۶۷ کال کې شوی تړون له دې وروسته لغوه شوی دی.
له آنروا سره د همکارۍ د ختمولو دغه رسمي اعلان په داسې وخت کې چې غزه له څه باندې یو کال راهیسې د جګړې او بې ساري ویجاړوونکو بریدونو سره مخ ده او تر ۷۰ سلنه زیاتې زیربناوې او کورونه یې ویجاړ شوي دي، کولای شي د بشري وضعیت د لا پسې خرابېدو لامل شي.
د صهیونیسټي رژیم کینسټ (پارلمان) د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ د آنروا پر وړاندې یو قانون د ۱۰ استازو په مخالفت او د ۹۲ استازو په تائید سره تصویب کړ چې د ۱۹۴۹ کال په اشغال شویو سیمو کې د انروا فعالیتونه منع کوي.
دغه سازمان په غزې تړانګه کې د نړیوالو مرستو د ویشلو د ملا تیر دی چې اوس په غزه کې د اسرائیلو د وحشیانه جنایتونو له امله، له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی.