-
ایران د هرات ترهګره حمله په کلکه وغندله
Apr 04, 2022 01:43د هرات په جبرئیل ښارګي کښې د جمعې په ماښام شوې چاودنه کښې څلور تنه مړه او ۲۵ نور زخمي شوي وو
-
دوه مياشتنۍ ډزبندي، د سعودي راژوندي کول يا په يمن کښې د جنګ د ختمېدو سريزه؟
Apr 02, 2022 11:28د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص استازي هانس ګرونډبرګ وويل چې په يمن کښې ښکېلو لورو د دوه مياشتۍ ډزبندۍ لپاره چې له نن يعنې د اپرېل له دويمې نېټې شروع کيږي د ملګرو ملتو وړانديز ته مثبت ځواب ورکړے دے.د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده هم د يوې بيانيې په جاري کولو سره د دغې ډزبندۍ لپاره د ملګرو ملتو د نوښت هرکلے کړے دے.
-
يمن په بشپړه توګه د تيري او محاصرې د ختمولو غوښتونکے دے
Apr 01, 2022 03:02د يمن د خبري آژانس "سبأ " قائمقام د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا په بشپړه توګه په يمن د تيري او د دغه هېواد د محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه.
-
د يمن د محاصرې له ختمېدو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري
Mar 31, 2022 02:57د يمن سياسي عالي شورا بېګا د يوې بيانيې په خپرولو سره تاکيد وکړ، د دغه هېواد د محاصرې له ختمولو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري. د سعودي په مشرۍ تيريګر ائتلاف وړمه ورځ اعلان وکړ چې په يمن کښې خپل فوځي عمليات اودروي.
-
د یمن پوځ د سعودي عربستان بې پایلوټه الوتکه نسکوره کړه
Mar 30, 2022 01:16ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع پرون په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د هیواد د پوځ هوايي ځواک د امریکا جوړه پایلوټه الوتکه اسکین ایګل چې په الوادي سیمه کښې په جاسوسۍ بوخته وه نسکوره کړه .
-
یمن کښې د انساني ناورین د دوام مخه باید ونیول شي
Mar 30, 2022 00:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په سیاسي چارو کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لورړتبه سلاکار علي اصغر حاجي د یمن د ورانونکي جنګ او د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ د اتم کال رارسیدا ته په اشارې سره په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د دوام په مخنینوي ټينګار وکړ .
-
د یمن حکومت له عربستان سره یواړخیزه اوربند اعلان کړ
Mar 27, 2022 01:30زمونږ خبریال وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط بیګا وویل صنعا د دریو ورځو لپاره په یواړخیزه ډول له سعودي عربستان سره اوربند کوي .
-
سعودي عربستان په یمن باندې بمباریو ته دوام ورکړی
Mar 27, 2022 00:52زمونږ خبریال وايي د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف چې د امریکا د متحده عربي اماراتو، بریتانیا د اردن د اسرائیلو او د ځینو نورو عربو هیوادونو ملاتړ ورسره دی بیګا د یمن د پلازمینې په صنعا او دغه راز په الحدیده ولایت کښې په ځینو سیمو سختې بمبارې وکړې .
-
د یمن د خلکو مقاومت بریالیتوب لرلی دی
Mar 27, 2022 00:02زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د یمن پرضد د اسرائیلو ، عربو او د لویدیځو هیوادونو د ائتلاف د جنګي جنایت د اومې (۷)کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې وویل د مقاومت موضوع د قدرت انډول او د سلطه ګرو قدرتونو سیاسي معادلات بدل کړي دي .
-
د تیریګرو هیوادونو لپاره به راتلونکي ډیر ویرونکی وي
Mar 23, 2022 01:13المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن دفاع وزیر محمد العاطفي ټینګار وکړ د تیریګرو هیوادونو لپاره به په راتلونکي کښې د مقاومت شکل او مضمون ویرونکی وي .