نیواکګرو پوځیانو په لویدیځې غاړې  ځمکنۍ حمله کړې
(last modified Sat, 28 Oct 2023 07:38:29 GMT )
Oct 28, 2023 12:08 Asia/Kabul
  • نیواکګرو پوځیانو په لویدیځې غاړې  ځمکنۍ حمله کړې

د صهیونیسټي رژیم پوځ په لویدیځې غاړې باندې په برید سره، په پراخه پیمانه فلسطینیان او د حماس غړي نیولي او د هغوي کورونه یې وران کړي دي.

د فلسطین الیوم د ربورټ له مخې، د صهیونیسټي رژیم پوځ په غزې باندې د هوايي بریدونو له زیاتولو سره هممهاله، بیګا د رام ا... په شمال کښې په الجلزون کیمپ باندې هم یرغل وکړ.

صهیونیسټي پوځیانو د دغو حملو په دواران کښې په یاد کیمپ کښې استوګن ډیر فلسطینیان ونیول.

نیواکګرو عناصرو همداشان د رام ا... په الجلزون کیمپ کښې د حماس د یو مشر شیخ باجس نخله کور وران کړ او تراوسه یې د حماس غورځنګ لږترلږه ۱۰ غړي نیولي دي.

له بلې خوا المیادین چینل خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژيم پوځ د غزې په تړانګې باندې په خپلو بیګانیو بریدونو کښې پرمختللې سنګر ماتونکې وسلې کارولې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په لویدیځې غاړې کښې د فلسطیني شهیدانو شمیر ۱۱۰ تنو ته رسیدلی او څه کم دوه زره کسان هم زخمي شوي دي.