حافظ"د ایران او افغانستان ګډ کلتوری او تمدني میراث دی
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت مرکز، مزارشریف ښار، د فارسي ژبې د ستر شاعر حافظ شیرازي د یاد او درناوي په مناسبت د یوې ځانګړې غونډې کوربه و.
په دې غونډه کې شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی و او د حافظ د شعرونو، افکارو او د فارسي ادب په بډاینې کې د هغه د رول په اړه یې خبرې وکړې.
دا غونډه چې د فردوسي عمومي کتابتون له لوري جوړه شوې وه، په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت فرهنګي مسؤل، ډاکټر سید روحالله حسینی هم پکې ګډون درلود.
نوموړي په خپلو خبرو کې حافظ شیرازي د سیمې له سترو فرهنګي او تمدني پانګو څخه وباله او ویې ویل، چې د هغه شعرونه لا هم د مینې، زغم، اخلاقو او معنویت پیغامونه له ځان سره لري او د ملتونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره الهامبښونکي دي.
نوموړی وايي د حافظ د شعرونو ځانګړتیا یوازې په ښکلو کلمو او هنري ترکیبونو کې نه ده؛ بلکې د انسان د ژوند، حقیقت، مینې او معنوي نړۍ هغه ژور مفاهیم دي چې د بېلابېلو نسلونو او کلتورونو زړونو ته یې لاره موندلې ده.
د ایران سفارت فرهنګي مسؤل دغه راز ټینګار وکړ، چې حافظ یوازې د فارسي ادب یو ستر شاعر نه دی، بلکې د انساني وجدان تلپاتې غږ دی؛ هغه شاعر چې د فارسي ژبې په وسیله یې لوړ انساني، اخلاقي او معنوي ارزښتونه بیان کړي دي.
د غونډې بل ګډونوال شاعر، لیکوال او فرهنګي فعال سید سکندر حسینی (بامداد) و.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل د حافظ د میراث ساتنه یوازې د هغه د شعرونو په لوستلو او د یادغونډو په جوړولو نه بشپړېږي، بلکې د دې ستر ادبي میراث د ژوندي ساتلو لپاره باید څېړنې، علمي پروګرامونه او د فرهنګي اثارو د خپرولو هڅې پراخې شي، څو راتلونکي نسلونه هم له دې ارزښتناکې پانګې برخمن شي.
په مزارشریف کې د حافظ شیرازي د درناوي په مناسبت جوړه شوې غونډه د هغه د غزلونو په لوستلو او دعايې سره پای ته ورسېده.