د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي اشغالګرو د ویجاړوونکو بریدونو دوام
-
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي اشغالګرو د ویجاړوونکو بریدونو دوام
پارس تودی – د صهیونیستي رژیم پوځيانو د چهارشنبې په لومړیو ساعتونو کې د لبنان د جنوب بېلابېلې سیمې بمبار کړې.
د پارس تودی له راپور سره سم، اسرائیلي اشغالګرو د خپلو بریدونو په ترڅ کې د لبنان په جنوب کې د «بیت یاحون» په ښارګوټي کې یوه ستره چاودنه رامنځته کړه. همدارنګه، د لبنان په جنوب کې د «القنطره» ښارګوټې ته یې هم چاودنه ورکړه.
له بلې خوا، د صهیونیستي رژیم د پوځ توپچي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د «حداثا»، «وادي الحجیر» او «برعشیت» ښارګوټو پر شاوخوا سیمو توپچي بریدونه وکړل.
د لبنان خبري اژانس هم د لبنان په جنوب کې د بنت جبیل په سیمه کې د «کونین» په ښارګوټي د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله د یوې سترې چاودنې خبر ورکړ. د دې چاودنې غږ په شاوخوا کلیو کې هم واورېدل شو.
اشغالګرو همدارنګه د لبنان په جنوب کې د صور سیمې د «زبقین» او «وادي حسن» په ښارګوټو یې رسام ګولۍ وتوغولې. اسرائیلي جنګي الوتکو هم د لبنان په جنوب کې د «کفرتبنیت»، «نبطیه الفوقا» او «القنطره» ښارګوټو په شاوخوا سیمې بمبار کړې.