-
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د رهبرۍ د سترمقام لیدتوګه
Mar 23, 2021 09:24زیاتره دباؤ ماته خوړلې ده او که د امریکا نوی حکومت وغواړي ،هماغه سیاست ته دوام ورکړي ،نو دوي به هم له ماتې سره مخ شي او ایران ورځ تربلې لاپیاوړی اوقدرتمند کیږي .
-
یوازې وسلوال مقاومت له سورئې دترکیې او امریکاعسکرشړلی شي
Mar 23, 2021 11:32د سورئې دغو قبایلو همداراز د سورئې د ولسمشر بشار اسد سره دخپلې وفادارۍ پر دوام هم ټينګار کړی او وئيلي دي ،دغه ملاتړ ته هماغه راز دوام ورکوي ، څو دغه هیواد په کرامت اوعزت سره له هغو شرائطو چې پر مونږ تپل شوي دي ،تیر شي .
-
د پاکستان د خپلواکۍملی ورځ دې پرټولو مبارک وي
Mar 23, 2021 11:10د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ،د پارلیمان مشر ، خارجه او دفاعي چارو وزیرانو او د ملی امنیت دلوړې شورا منشي هم خپلو پاکستانیو همڅنګو او ددغه هیواد حکومت او ولس ته د پاکستان دملی ورځې په مناسبت مبارکي وئيلې ده .
-
په ایران کې نور ۷۴کسان دکرونا ویروس قربانیان شول
Mar 23, 2021 10:54تردې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر یو میلیون اته لکه پنځلس زره اوه سوه تنو ته زیات شوی، چې له دوي تر دې دمه یو میلیون پنځه لکه پنځه پنځوس زره اوه سوه پنځه شپیته کسان په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .
-
دعراق په الانبار کې د داعشیانو د وسلو ستر انبار کشف شو
Mar 23, 2021 10:41د الحشد الشعبي ځواک په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، په نینوا ولایت کې په پلټونکو عملیاتو کې ئې نهه داعشي جنایتکار نیولي هم دي .
-
ایران په یمن کې د سولې د هرډول پلان ملاتړ کوي
Mar 23, 2021 10:22د ځينو هیوادونو پوځي کارپيژاند، دیمن د مظلوم او بې څوکه ولس په ضد په جنایتونو او عامو وژلو کې د آل سعود رژيم په خدمت کې دي او په دغو غیر انساني او بوږنونکو جنایتونو کې شریک دي .
-
امریکا د افغانستان په باب هره کیدونکې فیصله متحدانو سره شریکوي
Mar 23, 2021 09:46طالبانو امریکا د ژمنو په خلاف ورزۍ تورنه کړې او ګواښ ئې کړی ،چې که د قطر د موافقې مقابل لوری خپلې ژمنې پوره نه کړي ، نو په افغانستان کې به د یوه نوي خطرناک جنګ پلونکي وي او بیا ئې به کنټرولول د دوي په اختیار کې نه وي .
-
د امریکا په کلراډو کې په ډزو کې لس کسان وژل شوي دي
Mar 23, 2021 08:53د امریکا په مختلفو سیمو کې هرکال په ډزو کې په زرګونو کسانو وینه تویږي ، د دغه هیواد د رسمی شمیرنو په اساس په امریکا کې کابو له دوه سوه اویا میلیونو رانیولې تر درې سوه میلیونو پورې ګرمې وسلې موجودې دي ،یعني په دغه هیوا کې د هر یوه کس لپاره یوه ګرمه وسله شته چې ډیره د حیرانتیا او اندیښنې خبره ده .
-
امریکا دې له کوم شرط پرته ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي
Mar 23, 2021 08:33داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې یو ځل بیا د چین او روسیې سره دامریکا اړیکې خړې پړې شوي او ددغو دواړو هیوادونو په ضد دامریکا ځيني یو اړخیز ا قدامات ددغو هیوادونو دغوسې دپاریدو لامل شوي دي .
-
بهرنیان دې د افغانستان د سولې په بهیرکې ګوتې نه وهي
Mar 23, 2021 08:16په ماسکو کې ډ طالبانو او کابل حکومت ترمینځ او دغه راز د ځينو نورو هیوادونو خبرې اترې ترسره شوي چې په اور بند او دتاؤتریخوالو په کمولو ئې ټينګار کړی ،خو طالبانو یو ځل بیا له افغانستانه دبهرنیو عسکرو پر وتلو ټينګار کړی دی .