ننګرهار کی دداعش ډلی یو مهم غړی ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98892-ننګرهار_کی_دداعش_ډلی_یو_مهم_غړی_ووژل_شو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت د ملي امنیت د ادارې د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې دغو ځواکونو تیره شپه دننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند د چمتلي په سیمه کې د شپې پر مهال عملیات ترسره کړي چې پکې د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د داعش ډلی مرستیال مشر لعل ګل مشهور په مصطفی له امنیتي ځواکونو سره د وسله والې نښتې په پایله کې ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 14, 2021 06:53 Asia/Kabul
  • ننګرهار کی دداعش ډلی یو مهم غړی ووژل شو

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت د ملي امنیت د ادارې د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبر پاڼه کې ویلي چې دغو ځواکونو تیره شپه دننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند د چمتلي په سیمه کې د شپې پر مهال عملیات ترسره کړي چې پکې د شیرزادو ولسوالۍ لپاره د داعش ډلی مرستیال مشر لعل ګل مشهور په مصطفی له امنیتي ځواکونو سره د وسله والې نښتې په پایله کې ووژل شو.

د ځانګړو ځواکونو په خبر پاڼه کې ویل شوي چې وژل شوی تن له ۲۰۲۰ ز کال راهیسې پر دغه منصب ګومارل شوی او پر دې سربیره د ماینونو جوړولو ماهر هم و چې په شیرزادو  ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو لپاره دسرک غاړې ماینونو چاودنو په ګڼو پېښو کې یې لاس درلود.

خبرپاڼې ویلې چې له وژل شوي تن نه یو(1) میل کلاشینکوف او زیاته اندازه مهمات او چاودیدونکي توکي هم تر لاسه شوي خو په خبر پاڼه کې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.