افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/news/event-i177358-افغانستان_او_پاکستان_په_تېره_اونۍ_کې
درنو لوستونکو! دلته مو په تېره اونۍ کې د افغانستان او پاکستان اړوند په تېره اونۍ کې بېلا بېلو موضوعاتو ته کتنه کړې، هیله ده، تر پایه یې ولولئ.
(last modified 2026-08-29T10:42:33+00:00 )
Aug 29, 2026 14:51 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

درنو لوستونکو! دلته مو په تېره اونۍ کې د افغانستان او پاکستان اړوند په تېره اونۍ کې بېلا بېلو موضوعاتو ته کتنه کړې، هیله ده، تر پایه یې ولولئ.

په افغانستان کې د سرو زرو صنعت؛ له ایراني تجربو څخه په ګټې اخیستنې د کورني تولید هڅې

په افغانستان کې زرګران او د سرو زرو د صنعت فعالان، په ایران کې د زرګرۍ صنعت له تجربو او بېلګې اخیستنې سره، د ګاڼو او زیورآلاتو د ډیزاین او جوړولو په برخه کې د پراختیا لپاره پرله‌پسې هڅې کوي.

 افغانستان، د امریکا او د شمالي اتلانتیک تړون سازمان «ناټو» له ۲۰ کلنې اشغال وروسته، چې پنځه کاله کېږي پای ته رسېدلی، هڅه کوي له خپلو ګاونډیانو، په ځانګړې توګه له ایران څخه په همکارۍ، د تولید په برخو کې، د زرګرۍ د صنعت په ګډون، ځان‌بساینې ته ورسېږي. 

د افغانستان د زرګرۍ او سرو زرو په لومړني نندارتون کې د افغانستان د سرو زرو او ګاڼو په صنعت کې د ایران او ایراني هنر رول او اغېز څرګند و.

د دې همکارۍ یو څرګند مثال د اصفهان د ګاڼو یو ډیزاینر دی چې نږدې لس کاله کېږي کابل ته په تګ راتګ سره له افغان زرګرانو او صنعتکارانو سره د سرو زرو او ګاڼو په صنعت کې فعالیت کوي.

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت هم ویلي چې په راتلونکي نندارتون کې باید حتماً د ایراني شرکتونو غرفې موجودې وي

.د افغانستان د سرو زرو په صنعت کې د پام وړ موضوع، د سرو زرو د معیاري کولو او د سرو زرو د عیار د کچې د واقعي کولو پر لور حرکت دی.

د افغانستان خلک هڅه کوي چې هېواد ته د سرو زرو او ګاڼو د بېلابېلو ډولونو واردات کم او په بشپړه توګه بند کړي.اوس مهال په افغانستان کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر کسان د سرو زرو او ګاڼو په صنعت کې فعالیت کوي.

*****

د طالبانو د بدخشان د پولیسو قوماندان: پاکستان کې د طالبانو مخالفینو ته روزنیز مرکزونه جوړ شوي

د طالبانو د بدخشان د پولیسو قوماندان «عبدالبصیر مظهري» ادعا کړې چې پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په «چترال» سیمه کې د طالبانو وسله‌والو مخالفینو ته پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.

مظهري ویلي، بدخشان د افغانستان یوازینی شمالي ولایت دی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان له شمالي ولایتونو څخه د طالبانو مخالفین د چترال په سیمه کې راټول شوي دي.

د طالبانو د بدخشان د پولیسو قوماندان خبرداری ورکړی چې وسله‌وال مخالفین ښايي د شاه‌سلیم له کوتل څخه دې ولایت ته داخل شي او د بدخشان او د افغانستان د نورو شمال‌ختیځو ولایتونو امنیت ګډوډ کړي.  د طالبانو لوړپوړي ویاند «ذبیح‌الله مجاهد» هم تر دې وړاندې ویلي وو چې پاکستان د طالبانو د ګڼ شمېر مخالفینو کوربه دی. 

*****

د یو بل خبر له مخې؛ روسیه غواړي په حیرتان کې ځانګړې اقتصادي سیمه جوړه کړي

په افغانستان کې د روسیې سفیر «دیمیتري ژیرنوف» د طالبانو د حکومت د دولتي شرکتونو له رئیس «احمد جان بلال» سره په لیدنه کې د حیرتان په بندر کې د یوې ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړولو وړاندیز کړی دی.

په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خبرې وشوې او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د روسیې سفیر وویل، د حیرتان ځانګړې اقتصادي سیمه کولای شي د کرنیزو محصولاتو د ساتنې ترڅنګ، د دغو محصولاتو د تولید او بسته‌بندۍ زمینه هم برابره کړي او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي ودې او سیمه‌ییزو همکاریو له پراختیا سره مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د دولتي شرکتونو عمومي رئیس هم د دې ځانګړې اقتصادي سیمې جوړول مهم وبلل او ویې ویل چې دواړه لوري به د دې سیمې د جوړولو لپاره ګډ کار پیل کړي.

******

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړي امنیتي مرستیالۍ رئیس «حزب‌الله افغان» په بامیان کې له یو شمېر دیني عالمانو او شیعه قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان له شیعه دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د امنیت، ملي یووالي او متقابلو همکاریو په اړه خبرې وشوې.

شیعه دیني عالمانو او قومي مشرانو په دې لیدنه کې د امنیت او د افغانستان د سولې او ثبات په ټینګښت کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو رول مهم وباله.

حزب‌الله افغان په دې لیدنه کې ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه له ځايي خلکو سره د لازمو همکاریو لپاره چمتو دي.  هغه ټینګار وکړ چې ټول افغانان، که شیعه دي او که سني، د یوې کورنۍ غړي دي او د هېواد د امنیت، ثبات او پرمختګ تأمین د ټولو ګډ مسئولیت دی.

په ورته وخت کې د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د شیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت علي(ع) په نوم منسوب زیارت د بیارغونې او ترمیم چارې د ۴۰ میلیونه افغانیو، چې شاوخوا ۵۸۵ زره ډالره کېږي، په لګښت پیل شوې.

 ځايي طالب چارواکي وایي، دغه پروژه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر «سراج‌الدین حقاني» په لارښوونه عملي کېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي.

 د دې پروژې د پیل په مراسمو کې د بلخ ولایت یو شمېر ځايي چارواکو، د دغه ولایت د ولسي ډلو فعالانو او خبریالانو ګډون کړی و.

******

اخوا په تېره اونۍ کې د پاکستان د پوځ قوماندان «عاصم منیر» په تهران کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا له منشي «محسن رضايي» سره لیدلي. محسن رضايي له عاصم منیر سره په لیدنه کې پر امریکا د بې‌باورۍ موضوع مطرح کړې او ایران لخوا ی د هرمز تنګي د امنیت پر مدیریت ټینګار وکړ.هغه وویل، امریکا باید خپل چلند بدل کړي او د تفاهم‌لیک د شرطونو د عملي کولو لپاره باید عملي اقدامات ترسره کړي.

د پاکستان د پوځ قوماندان عاصم منیر هم د ایران او پاکستان ترمنځ پر ورورولۍ او دوستۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو د امنیت د ټینګښت لپاره هم ډېرې هڅې کړې دي.

*******

ایران په اسلام‌اباد کې د روغتون د اورلګېدنې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقایي» په اسلام‌اباد کې د اورلګېدنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

بقایي په خپل پیغام کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د دولتي «پمز» روغتون د ښځینه او ولادي څانګې د اورلګېدنې پېښې ته په اشارې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت او خلکو تسلیت او خواخوږي د قربانیانو له کورنیو، د پاکستان له حکومت او خلکو سره څرګنده کړې ده.  هغه له لوی خدایه د غمځپلو میندو او پلرونو لپاره د صبر او زغم او د ټپیانو لپاره د روغتیا او بشپړې رغېدنې غوښتنه کړې ده.

د اسلام‌اباد د «پمز» دولتي روغتون د ولادي څانګې په اورلګېدنه کې، لږ تر لږه ۱۵ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي وو.

*****

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «سید محسن رضا نقوي»، چې د دغه هېواد د پوځ قوماندان عاصم منیر سره یې تهران ته په رسمي سفر کې ملګرتیا کوله، ویلي چې له ایران سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې له ایران سره د اختلافاتو د حل لپاره د «اسلام‌اباد تفاهم‌لیک» د بیا فعالولو په اړه خبرې روانې دي.

د هغه په وینا، له ایران سره د خبرو اصلي موضوع د لوېدیځې اسیا د سیمې پر روانو ترینګلتیاوو تمرکز او د سولې د لارې د پرانیستلو لپاره د لارو چارو موندل دي.

نقوي ټینګار وکړ چې د ایران له ولسمشر «مسعود پزشکیان» سره لیدنه په ډېرو مثبتو پایلو پای ته رسېدلې ده. تر دې مخکې د پاکستان پوځ هم تهران ته د عاصم منیر سفر او له ایراني چارواکو سره د هغه خبرې «ډېرې رغنده» بللې وې.

******

اسحاق ډار په لندن کې د مشترک‌المنافع له عمومي منشي سره وکتل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «محمد اسحاق ډار» په لندن کې د مشترک‌المنافع هېوادونو له عمومي منشي «شرلي آیورکور بوچوي» سره وکتل او د سیمې د وروستیو بدلونونو، په ځانګړې توګه د ایران او امریکا د خبرو د بهیر په اړه یې نظرونه سره شریک کړل.

 اسحاق ډار په دې لیدنه کې د لوېدیځې اسیا د وروستیو بدلونونو او د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب په هڅو کې د پاکستان د رول په اړه د مشترک‌المنافع عمومي منشي ته معلومات ورکړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز وړاندیز وکړ چې اسلام‌اباد دې د مشترک‌المنافع هېوادونو لپاره د طبیعي پېښو پر وړاندې د مقاومت یو مرکز کوربه‌توب وکړي.

****

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «طاهر اندرابي» ټینګار کړی چې پاکستان د نړیوالو قوانینو له مخې له ایران سره دوه‌اړخیزې سوداګرۍ ته دوام ورکوي او اسلام‌اباد د تهران پر وړاندې د یو اړخیزو بندیزونو تابع نه دی

.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار وکړ چې یو اړخیز بندیزونه منفي پایلې لري او پاکستان یې د نړیوالو قوانینو له مخې نه مني.

****

په همدې حال کې د پاکستان میلیونونو مسلمانانو د ربیع‌الاول د ۱۲مې نېټې په مناسبت د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د مبارکې زوکړې جشنونه ولمانځل.

خلکو کوڅې او واټونه په څراغونو او بېلابېلو سینګارونو ښکلي کړي او له حضرت محمد مصطفی(ص) سره یې خپله ژوره مینه او عقیدت د «لبیک یا رسول‌الله» په شعارونو څرګند کړ.

د پاکستان په تقویم کې د ربیع‌الاول ۱۲مه د اهل سنتو له نظره د حضرت محمد(ص) د مبارکې زوکړې له ورځې سره برابره او رسمي رخصتي ده.

په دې ورځو کې د وحدت اوونۍ په مناسبت د نبوي سیرت او یووالي په اړه غونډې هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د شیعه او سني ډلو په همکارۍ ترسره کېږي.

د پاکستان یو شمېر مخکښو شیعه او سني شخصیتونو په دغو غونډو کې ویناوې وکړې او د اسلام د دښمنانو د دسیسو پر وړاندې یې د مسلمانانو د یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ.

*******

د پاکستان خلک د دغه هېواد له شمالي سیمو څخه نیولې تر د کراچۍ د جنوبي ساحلونو پورې، د حضرت محمد(ص) د مبارکې زوکړې د جشنونو لپاره په پراخو مراسمو کې ګډون کوي.

د «لبیک یا رسول‌الله» شعارونه د پاکستان په لویو او کوچنیو ښارونو، کلیو او هغو ټولو سیمو کې اورېدل کېږي چې د رحمت د پیغمبر پیروان پکې ژوند کوي.

د پاکستان د بېلابېلو ښارونو په واټونو کې د جشن او خوښۍ فضا خپره وه  رنګارنګ بیرغونه او هغه لیکنې چې د قرآن کریم آیتونه، نبوي احادیث او د رسول‌الله(ص) په ستاینه کې شعرونه پکې لیکل شوي، په واټونو او بازارونو کې ځړول شوې وې او ګڼې کوڅې او لارې په څراغونو روښانه شوي وو.

د پاکستان د شیعه او سني ډلو مشرانو هم د وحدت اوونۍ له پیل سره هممهاله د مسلمانانو د یووالي د پیاوړتیا او د مهربان پیغمبر د لارښوونو د سرلوحې ګرځولو غوښتنه کړې ده، څو د ګډو ننګونو پر وړاندې ودرېږي، په ځانګړې توګه له تفرقې ډډه وکړي او ګډو دښمنانو ته د نفوذ زمینه برابره نه کړي. 

د ربیع‌الاول ۱۲مه د حضرت محمد(ص) د مبارکې زوکړې د تاریخي ورځې په توګه د اهل سنتو مسلمانانو ترمنځ ځانګړی اهمیت لري او په پاکستان کې د کوچني او لوی اختر ترڅنګ له مهمو اسلامي مناسبتونو څخه ګڼل کېږي.

د ربیع‌الاول د میاشتې پراخ او باشکوه مراسم، چې د خلکو د بېلابېلو قشرونو په ګډون ترسره کېږي، په پاکستان کې د شیعه او سني مسلمانانو د یووالي او همبستګۍ څرګندونه کوي.

همداراز د حضرت محمد(ص) د مبارکې زوکړې او د ربیع‌الاول د ۱۲مې نېټې په مناسبت د «امت د یووالي» لاریون د «نهضت بیداري امت مصطفی(ص)» او «عروه الوثقی» مدرسې په نوښت د لاهور ښار کې ترسره شو.

*******

 

د افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې د دې مطلب درنو لوستوونکو!

اوسنی مطلب په همدی ځای کې پای ته ورسېدو، تر بل مطلبه مو په خدای تعاله سپارو، ښه وختونه