-
د راسک سیمې د جنایت سبب جوړیدونکي به له سزا بچ نشي
Dec 16, 2023 11:36دغه شان اقدامات به د ایران دملت اتحاد او یووالی هیڅکله هم ګډ وډ نه کړي او دغه شان پیّلی او تالی څټي جنایتکار به ډير زر خپل انجام ته ورسیږي.دغه شان جنایتکار غواړي،د سیمې د هیوادونو اړیکې سره خړې پړې کړي او سرحدونه ناکراره کړي، خو دسیمې دهیوادونو په مشورو او نزدیکت سره به ددوي هرډول دسیسې شنډې کړو.
-
په ایران کې د راسک د پولیسو پر مرکز په ترهګریز برید کې ۱۲ تنه شهیدان شوي
Dec 15, 2023 11:06د جیش الظلم ترهګرې ډلې د ایران په سویل ختیځ کې په راسک ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز ترهګریز برید ترسره کړی.
-
د عراق په عین الاسد ښار کې د امریکا پر پوځي اډې برید شوی
Dec 15, 2023 11:24د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ اعلان وکړ چې په غزه کې د فلسطینیانو پروړاندې د جنایت په ځواب کې یې د عراق په عین الاسد کې د امریکې يوځي اډه په نښه کړې.
-
خبریال عبدالرحیم محمدي د طالبانو له بنده خوشې شو
Dec 15, 2023 10:01افغان خبریال عبدالرحیم محمدي چې له شاوخوا لس ورځو راهیسې د طالبانو په بند کې وو، پرون ماخوستن په کندهار کې د استخباراتو له بنده خوشې او خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
-
په کندهار کې د تمدن ټلویزیون د نیول شوي خبریال د ژر خوشې کېدو غوښتنه شوې ده
Dec 13, 2023 08:09د ژورنالیستانو د ملاتړ کمېټې CPJ له طالبانو غوښتي چې افغان خبریال عبدالرحیم محمدي سمدستي خوشې کړي او د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.
-
په پاکستان کې تکفیری ترهه ګرو یوځل بیاوحشيتوب ته مخه کړې
Dec 13, 2023 01:31په تیرو ۲۴ساعتونو کې د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په ډيره اسماعیل خان او شاوخوا سیمو کې د پوځ په پاکونکو عملیاتو کې کابو دیرش ترهه ګر هلاک او دغه راز په کلاچۍ سیمې کې په یوې پُستې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د جنایتکارو په ځان مرګي برید کې هم ۲۳ امنیتي مامورانو خپل ژوندله لاسه ورکړی دی .
-
د غزې د جګړې له پای ته رسېدو پرته د بندیانو تبادله امکان نه لري
Dec 12, 2023 09:50د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د حماس یوه لوړرتبه غړي وویل، پر غزې د صهیونیسټي رژیم د تیري له پایته رسېدو مخکې، د صهیونیسټي رژیم او د فلسطیني بندیانو د تبادلې په اړه هېڅ خبرې امکان نه لري.
-
په داعش بریالیتوب د ایران او د حزب الله په برکت محقق شو
Dec 11, 2023 01:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د عصائب اهل الحق د مقاومت ډلې مشر« شیخ قیس الخز علي» وویل: د مقاومت اتلان او د هغوې په سر کښې شهید ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني او حاج ابو مهدي المهندس په داعش ترهګرې ډلې باندې د بریالیتوب قومندنۍ وکړه.
-
د طوفان الاقصی په عملیاتو کې صهیونیسټي رژیم له منځه ولاړ
Dec 10, 2023 02:41د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: اوه امنیتي برخې په اسرائیلو کې له نویو تجهیزاتو او امکاناتو سره شپه او ورځ فعالې وې، خو حماس د الاقصی طوفان په عملیاتو سره دا هرڅه له منځه یوړل.
-
مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله و وژل شول
Dec 10, 2023 01:35د بلخ ولایت مقام وایي چې په مزار شریف ښار کې د موبایلونو دوه تنه غله له امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.