په عراق او سوریه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144860-په_عراق_او_سوریه_کې_د_امریکا_د_پوځي_حضور_زیاتوالی
امریکا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق له نیواک وروسته، په دغه هېواد کې پوځي شتون لري او د سوریې په مسله کې هم له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، د نړیوالو په چوکاټ کې له تکفیري ترهګرې داعش ډلې سره د مبارزې په پلمه، په سوریې کې پوځي شتون لري. د عراق او سوریې د حکومتونو له پرلپسې غوښتنو سره سره، شواهد ښيي چې واشنګټن هڅه کوي، په دغو دوو هېوادونو کې خپل پوځي حضور زیات کړي، په تېره بیا د غزې له جګړې او په سور سمندرګي کې له امنیتي پرمختګونو وروسته.
(last modified 2024-01-16T08:42:24+00:00 )
Jan 16, 2024 13:09 Asia/Kabul
  • په عراق او سوریه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی

امریکا له ۲۰۰۳ کال راهیسې د عراق له نیواک وروسته، په دغه هېواد کې پوځي شتون لري او د سوریې په مسله کې هم له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې، د نړیوالو په چوکاټ کې له تکفیري ترهګرې داعش ډلې سره د مبارزې په پلمه، په سوریې کې پوځي شتون لري. د عراق او سوریې د حکومتونو له پرلپسې غوښتنو سره سره، شواهد ښيي چې واشنګټن هڅه کوي، په دغو دوو هېوادونو کې خپل پوځي حضور زیات کړي، په تېره بیا د غزې له جګړې او په سور سمندرګي کې له امنیتي پرمختګونو وروسته.

په عراق او سوریه کې د امریکا پر اډو د بریدونو په لړ کې، واشنګټن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د نیوجرسي ملي ګارډ څخه ۱۵۰۰ نوي عسکر عراق او سوریې ته استوي، چې له داعش ترهګرې ډلې سره مبارزه وکړي. ټاکل شوې ده دغه عسکر لوېدېځې آسيا ته له لېږلو مخکې په تکزاس کې د فورټ بليس اډې ته د روزنې لپاره ولاړ شي. د داعش په نوم د مبارزې لپاره عراق او سوریې ته د نویو پوځیانو د لېږلو په اړه د امریکا ادعا په داسې حال کې ده، چې واشنګټن د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت پر مهال د دغې ترهګرې ډلې په پیاوړتیا او پراختیا کې مستقیم رول لوبولی دی.

دغو دوو هېوادونو ته د  دومره سرتېرو لېږل، له ۲۰۰۸ کال راهیسې بې سارې دي. دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې، په عراق او سوریه کې د امریکا پر اډو لږ تر لږه ۱۳۰ ځله بریدونه شوي دي.

عراق او سوریې ته د نویو پوځیانو د لېږلو په اړه د واشنګټن اقدام، په داسې حال کې اعلان شوی، چې د دغو دوو هېوادونو حکومتونو په وار وار، له دغو هېوادونو څخه د امریکایي پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.

د عراق په اړه په دغه برخه کې په وروستي دریځ کې، د عراق لومړي وزیر محمد السوډاني تېره اونۍ له دغه هېواده د امریکې د پوځي ځواکونو د سمدستي وتلو غوښتنه وکړه. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳ مه د بغداد په هوايي ډګر کې، د امریکا له لوري د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قومندان سردار شهید سلیماني او د حشد الشعبي ځواکونو د مرستیال ابو مهدي المهندس او د هغوی د ملګرو له ترور وروسته، د عراق پارلمان د جنورۍ په پنځمه له عراق څخه د امریکايي ځواکونو په ګډون، د داعش ضد ایتلافي ځواکونو ایستلو ته رایه ورکړه. له دې سره، امریکا په یوه غیر قانوني دریځ کې په عراق کې د خپل هېواد د پوځي حضور پر دوام ټینګار کړی دی.

په نهایت کې ، په عراق کې دننه د سیاسي فشارونو له امله، د امریکا ولسمشر جوبایډن او د عراق د هماغه وخت لومړي وزیر مصطفی الکاظمي، په هغه تړون کې چې دوی د 2021 کال د دوبي په منځ کې لاسلیک کړ، ژمنه وکړه چې په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو جنګي ماموریت، د 2021 کال تر پایته رسېدو مخکې پایته ورسوي.

په ۲۰۲۰ کال کې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستي کال کې، امریکا په عراق کې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی وو.

په عراق کې د امریکايي ځواکونو ماموریت، ظاهراً د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۳۱مه پایته رسېدلی دی. خو امریکا په دغه هېواد کې تر نورو عنوانونو لاندې پوځي شتون ته دوام ورکوي او څو پوځي اډې لري، لکه په انبار ولایت کې د عین الاسد اډه او په اربیل ولایت کې د حریر اډه. د عراق د پارلمان له تصویب سره سره، چې له دغه هېواده یې د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې وه، واشنګټن لا هم په عراق کې د مشورتي او روزنیزو اقداماتو په پلمه، پوځي حضور ته دوام ورکوي. دا هغه مسله ده چې د عراقیانو له توند او د هغوی له تاوتریخجن غبرګون سره مخ شوې او په وروستیو اونیو کې په عراق او سوریه کې د امریکا پر اډو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه شوي دي.

د سوریې په اړه هم، د اوباما حکومت په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه کې، له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه، چې  خپله د هغې بنسټ ایښودونکی او اصلي ملاتړی دی، هوايي او ځمکني عملیات پیل او په دغه هېواد کې یې امریکايي ځواکونه ځای پرځای کړل. بیا د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې چې له داعش سره د مبارزې په پلمه یې په سوریه کې د امریکا غیر قانوني پوځي حضور ساتلی، په حقیقت کې د سوریې د خاورې ځینې برخې یې اشغال کړې او د دغه هېواد تېل یې لوټ کړي دي.

امریکايي ځواکونه د سوریې په ختیځو سیمو کې چې د دغه هېواد د تېلو او ګازو د زېرمو او تاسیساتو موقعیتونه دي، حضور لري او د سوریې تېل یې د یرغمل په توګه نیولي او د ترکیې له لارې یې وړي.