د افغانستان طالبانو د ښځو حقوق له مینځه وړي دي
May 26, 2026 13:30 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو په حکومت کښې د ښځو په اساسي انساني حقوقو باندې د بندیز د لګولو په هکله یو راپور خپور شوی دی.
د بریتانیا رسنیو په یوه راپور کښې ویلي دي چې د افغانستان د طالبانو حکومت په هیواد کښې د ښځو ټول بنیادي حقوق او ازادیانې له هغوې اخیستي دي او د سختو پابندیو په وجه میرمنې په کورونو کښې بند دي.
د بریتانیا د رسنیو راپور زیاته کړې ده چې د افغانستان د طالبانو حکومت د خپلو سیاستونو پرضد د ښځو لخوا راپورته شوي اعتراضونه د ټوپک په وسیله غلي کړي دي.
د افغانستان د طالبانو حکومت د بریتانیا د رسنیو د دغه راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
ټیګونه