له صهیونیست رژیم سره د اړیکو له رغولو سره د پاکستان مخالفت
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i173416-له_صهیونیست_رژیم_سره_د_اړیکو_له_رغولو_سره_د_پاکستان_مخالفت
پارس تودی- د پاکستان دفاع وزیر وویل چي له صهیونیست رژیم سره د اړیکو د رغولو له هوکړې سره، یو ځای کېدل د پاکستان له ټولنیزو او سیاسي باورونو سره په ټکر کې دی.
(last modified 2026-05-26T10:27:21+00:00 )
May 26, 2026 14:40 Asia/Kabul
  • له صهیونیست رژیم سره د اړیکو له رغولو سره د پاکستان مخالفت

پارس تودی- د پاکستان دفاع وزیر وویل چي له صهیونیست رژیم سره د اړیکو د رغولو له هوکړې سره، یو ځای کېدل د پاکستان له ټولنیزو او سیاسي باورونو سره په ټکر کې دی.

د پارس تودی له راپور سره سم، د پاکستان دفاع وزیر «خواجه محمد آصف» جوته کړه: باید له هیڅ داسي هوکړې سره ژمن نه شو چي د پاکستان له بنیادي مفکورې سره په ټکر کې دی.

هغه زیاته کړه: څرنګه له داسي کسانو سره یو ځای کښېنو چي حتي د یوې ورځې لپاره هم پرې باور نه شي کېدای، دا زمونږ لپاره د منلو وړ نه دی.

د پاکستان دفاع وزیر یادونه وکړه چي د پاکستان د خلګو په پاسپورټونو باندې د اسرائیلو نوم نه دی ذکر شوی او مونږ هیڅ داسي دریځ نه لرو.

یو پاکستانی باخبره سرچینه له صهیونیست رژیم سره د اړیکو د رغولو له هوکړې سره د یوځای کېدو لپاره د امریکا د ولسمشر له غوښتنې سره د اسلام اباد د پرېکنده مخالفت خبر ورکړ او زیاته یې کړه چي اسلام اباد د واشنګټن دا اقدام د غیر اړوندو دوسیو په لړ کې له ایران سره د اوربند له ډیپلماسۍ څخه د ناوړې ګټې اخیستلو لپاره د امریکا هڅه بولي.