-
د "الاقصی طوفان" عملیاتو نړیوالې معادلې بدلې کړې
Oct 27, 2023 02:29د ایران د اسلامي شورا مشر ټینګار وکړ: د «الاقصی طوفان» عملیاتو نړیوال معادلات بدل کړل.
-
په فلسطین کې دې دعاموخلکو په ضدجنګي جنایتونه فوري ودریږي
Oct 26, 2023 10:20د وحشي صهیونیسټي رژيم څاروي ډوله پوځ چې له مقاومتي مبارزانو سره دمقابلې توان نه لري، دطوفان الاقصی په بریالیو عملیاتو پسې ئې د غزې اولویدیځي غاړې په مختلفو سیمو باندې په بې آمانه بمباریو او جنایتونو سره خپل نه جبرانیدونکو تاوانود پټولو هڅه پیل کړې چې بلاخره به ئې هم نتیجه یوازې دعامو خلکو قرباني کول وي.
-
امریکایي اسپېشل فورس غزه کې سخت ځپل شوی
Oct 26, 2023 09:53امریکایي ډګروال د فاکس نیوز وتلی مجري سره په مرکه کې وویل چي امریکایي اسپېښل فورس ځواکونو غزې ته له ننوتلو وروسته،د سختې مرګژوبلې له امله شاته شوي دي.
-
امریکا د جنایتونو اصلي شریکه او د صهیونیسټي رژیم له نسکورېدا اندېښمنه ده
Oct 26, 2023 10:02د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټي رژیم له پرلپسې جنایتونو سره په مقابله کې، د غزې د خلکو صبر او ځواک او د دوی مظلومیت ته په اشارې سره وویل: اشغال شوي فلسطین ته د امریکې په ګډون، د نورو شرورو او ظالمو هېوادونو لکه: د انګلستان، فرانسې او آلمان د مشرانو پرلپسې سفر، د غاصب رژیم د له منځه تلو څخه د مخنیوي هڅه ده.
-
امریکې او بریطانیې د غزې په هکله د روسیې د وړاندیزي پریکړه لیک مخالفت وکړ
Oct 26, 2023 02:00د غزې د بدلونونو په اړه د روسیې وړاندیزي پریکړه لیک بیګا راې ترلاسه نه کړې شوې او د امریکې او بریطانیې له مخالفو رایو سره مخامخ شو.
-
په غزې د صهیونیسټي رژیم په تازه حمله کښې ۱۲۶فلسطینیان شهیدان او زخمي شول
Oct 26, 2023 01:48فلسطیني رسنیو د غزې ښار په یوې مرکزي سیمې باندې د صهیونیسټي رژیم په یوازې یو برید کښې د ۱۲۶فلسطینیانو د شهادت او زخمي کیدو خبر ورکړی دی.
-
د اسرائیلوله پښوغورځیدلی رژیم د فلسطین له مظلومو خلکو غچ اخلی
Oct 25, 2023 12:38حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په غزې کښې اوسنۍ پیښې د راتلونکې جوړونکي پیښې وبللې او د غزې د خلکو مظلومیت ته یې په اشارې سره وفرمایل وینه تویونکی او بدماش دښمن د ماشومانو، میرمنو او سړیود وژلو په جنایت کښې هیڅ حد نه پیژنی او د غزې خلک د ټکی په حقیقي او ژورې معنا مظلوم دي.
-
د غزې په زرګونو کډوال او ژوبل د درملواو بیړنیومرستو په تمه
Oct 24, 2023 13:55دصهیونیسټ رژیم پوځ د دغو حملو د دوام په اعتراف سره نن سهار اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې یې په دغه سیمه کښې په ۴۰۰ مرکزونو حملې کړی دی .
-
سپاه پاسدارانو د وحشي صهیونیسټي رژیم باؤؤ مات کړی دی
Oct 25, 2023 01:52سردار پاکپور د فلسطین په غزې کې د مقاومتي مبارزانو په لاس د طوفانو الاقصی ناڅاپی عملیاتو ته په اشارې سره ووئيل، د فلسطینی مقاومتي ځواکونو په عملیاتو سره د صهیونیسټي رژیم باؤؤ او وحشت په بشپړ ډول ختم شوی دی. او نه جبرانیدونکي تاوانونه ئې زغملي دي.
-
د صهیونیسټي رژیم له جنایتونو د امریکا د ملاتړ دوام
Oct 24, 2023 11:21د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل څخه د ۱۷ ورځو په تېرېدو او په غبرګون کې یې د غزې پر تړانګه د صهیونیسټي رژیم د بې ساري بمبارۍ له امله چې په زرګونه فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول، مګر امریکا د دغه رژیم د ستراتیژیک متحد په توګه، د دغو جنایتکارو اقداماتوته په پوره بې غورۍ سره، د ځان د دفاع په پلمه د اسرائیلو د جنایتونو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار کوي.