په فلسطین کې دې دعاموخلکو په ضدجنګي جنایتونه فوري ودریږي
د وحشي صهیونیسټي رژيم څاروي ډوله پوځ چې له مقاومتي مبارزانو سره دمقابلې توان نه لري، دطوفان الاقصی په بریالیو عملیاتو پسې ئې د غزې اولویدیځي غاړې په مختلفو سیمو باندې په بې آمانه بمباریو او جنایتونو سره خپل نه جبرانیدونکو تاوانود پټولو هڅه پیل کړې چې بلاخره به ئې هم نتیجه یوازې دعامو خلکو قرباني کول وي.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر نیویارک ته په رسیدا سره خبریالانو ته وئيلي دي باید د فلسطین په غزې او لویدیځي غاړې کې د عاموخلکو په ضد جنګی جنایتونه او نسل وژنه دې سملاسی ودرول شي.
د وحشي صهیونیسټي رژيم څاروي ډوله پوځ چې له مقاومتي مبارزانو سره دمقابلې توان نه لري،د طوفان الاقصی په بریالیو عملیاتو پسې ئې د غزې اولویدیځي غاړې په مختلفو سیمو باندې په بې آمانه بمباریو او جنایتونو سره خپل نه جبرانیدونکو تاوانود پټولو هڅه پیل کړې چې بلاخره به ئې هم نتیجه یوازې دعامو خلکو قرباني کول وي.
حسین امیر عبداللهیان بیګا نیویارک ته تللی څو دملګروملتو په ناستې کې ګډون وکړي.
امیر عبداللهیان نیویارک ته په رسیدا پسې ووئیل د لویدیځي آسیا سیمې شرائط هغې عامې وژلې ته په پام سره چې دغزې دعاموخلکو په ضد روان دي،او هغه ملاتړونه چې امریکا او په ګوته شمیر اروپائي هیوادونه ئې په پټو سترګو له وحشي صهیونیسټي رژيمه کوي ،د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره یو اندیښمنونکی ټکی دی.
د ایران خارجه وزیر زیاته کړې ده،د غزې او لویدیځي غاړې د عامو خلکو په ضد نسل وژنه او جنګی جنایتونه د هرې یوې پریکړې په ایجنډا کې شي.
امیر عبداللهیان روښانه کړې ده ، په لوړ غږ سره مو تل وئیلي دي چې حماس د فلسطین یو آزادي غواړی غورځنګ دی چې د نیواکګرۍ د سپیرې ښکارندې په مقابل کې ئې عمل کړی دی او دا هم د نړیوالو حقوقو په اساس ،هر آزادي غواړي بهیر ته ورکول کیږي چې هیواد ئې یا د ټاټوبی کومه برخه ئې نیول شوي وي.
د ایران خارجه وزیر همداراز ووئیل، هغه څه چې له نیواکګرۍ سره په مقابلې کې د آزادي غواړو فلسطینیو ډلو او مقاومتي مبارزانو له اقدام سره اړونده دي ، په بشپړ ډول دملګروملتو دمنشور او نړیوالو حقوقو کې ریښه لري.