-
ترکیې له انټرپوله د نتانیاهو د نیولو لپاره رسمي غوښتنه وکړه
Aug 23, 2026 12:44پارس ټوډې - ترکیې په رسمي توګه له انټرپول څخه غوښتي چې د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر دې ونیسي.
-
د امریکا د اقتصادي بندیزونو تکراري فلم هم له ماتې سره مخ دی
Aug 22, 2026 04:57پارستودي ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکائي چارواکو هغې ادعا ته غبرګون وښود چې ګواکې پر ایراني ولس د تاریخ تر ټولو سخت او ملا ماتونکي اقتصادي بندیزونه لګول شوي دي.
-
د پاکستان د حکومت د اپوزیشن لوري مشر د ایران پر ضد د ټرمپ څرګندونې خورا خطرناکې وبللې
Aug 22, 2026 06:04د پاکستان په پارلیمان کې د حکومت د اپوزیشن ګوندونو د ائتلاف مشر د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته سخت غبرګون وښود.
-
الازهر په ختیځ بیتالمقدس کې د صهیونیسټي ښارګوټو په پراختیا سخته نیوکه وکړه
Aug 22, 2026 05:47د مصر اسلامي مرکز الازهر په ختیځ بیتالمقدس کې د «E1» په نوم سیمې کې د کابو ۱۲۰۰ هستوګنیزو کورونو د جوړولو لپاره د بولۍ او ټیکدارئ د بهیر د پیلولو په اړه د صهیونیسټي رژیم اقدام وغنده.
-
د اسلامی انقلاب د شهید رهبر د تدفین څلوېښتي په پرتم سره ولمانځل شوه
Aug 19, 2026 04:45پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې او خاورو ته د سپارلو د څلوېښتۍ دستورې د تهران په امام خمیني (ره) عیدګاه یا مصلی کې د دغه شهید رهبر د لسګونو زره مینهوالو په ولولناک شتون سره ترسره شوې.
-
د شهید رهبر میراث به په دفاعي صنعت کې په پیاوړتیا اوقدرت سره دوام ومومي
Aug 19, 2026 06:28پارس ټوډې: د ایران د دفاع او وسلهوالو ځواکونو د ملاتړ وزارت پرون د دفاعي صنعت د ورځې او د مجاهد شهید رهبر امام خامنه اي د تدفین د څلوېښتۍ په مناسبت په یوې اعلامیې کې وویل: په دفاعي صنعت کې به د امت د شهید لارښود لاره په پوره قدرت سره دوام ومومي.
-
د ټرمپ تش ګواښونه او د امریکا د قدرت لړزانتیا (سیاسی تبصره)
Aug 19, 2026 06:22پارس ټوډې – د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا یو هېواد په بمبارولو ګواښلی؛ دې ځل ئې عمان په نښه کړی، هغه هېواد چې له یوې خوا د ایران د اړوندو خبرو اترو په بهیر کې او له بلې خوا د هرمز تنګي د تګ راتګ په تړاو وروستیو بدلونونو کې رول لري.
-
د کمزوري ایران تصّور په بشپړ ډول له ختم شوی دی
Aug 19, 2026 05:21پارس ټوډې: د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د جنګ له وړاندې مودې سره د ایران د بهرني سیاست د توپیر په اړه وویل: د کمزوري ایران تصور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
-
جنایتکار دښمن ناکام شو او د ایران ایټمي صنعت ته ئې لاس ونه رسید
Aug 19, 2026 05:11پارس ټوډې: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان جانشین، د امریکا پر وړاندې د ایران د ۴۷ کلنې مبارزې ته په اشارې وویل: دښمن ناکام شو او ونه توانېد چې د ایران ایټمي صنعت ته لاسرسی پیدا کړي.
-
د ایران په ضد د محاصرې او د تېلو د بندیزونو ترختمیدا پورې به،هرمز تنګی بند وي
Aug 19, 2026 05:00پارس ټوډې: د ایران د اسلامي شورامشر وویل: «هغې وهمي امریکا ته په څرګنده وایم، تر هغه وخته چې په تفاهملیک کې د امریکا ژمنې، له محاصرې رانیولې، د کنګل شویو شتمنیو تر خوشې کیدا، د تېلو د بندیزونو تر لیرې کیدا، په ټولو جبهو کې د ګواښونو او پوځي عملیاتو پای ته رسیدا او د نورو هغو شرطونو تر پوره کیدا پورې چې امریکا ئې په تفاهملیک کې د عملي کولو ژمنه کړې، پلي نه شي، هرمز تنګی به خلاش نه شي.