د کمزوري ایران تصّور په بشپړ ډول له  ختم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i176788-د_کمزوري_ایران_تصّور_په_بشپړ_ډول_له_ختم_شوی_دی
پارس ټوډې: د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د جنګ  له وړاندې مودې سره د ایران د بهرني سیاست د توپیر په اړه وویل: د کمزوري ایران تصور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
(last modified 2026-08-19T00:54:05+00:00 )
Aug 19, 2026 05:21 Asia/Kabul
  •  د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي
     د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي

پارس ټوډې: د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د جنګ  له وړاندې مودې سره د ایران د بهرني سیاست د توپیر په اړه وویل: د کمزوري ایران تصور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې،  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي د ایران دحکومت له اطلاع‌رسونې مرکز سره په مرکې کې، د تېرو دوو کلونو د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه وویل:  زما په اند، له جنګه وروسته د ایران د بهرني سیاست پړاؤ  به د جنګ له مخکني پړاؤ سره په بشپړ ډول توپیر ولري؛ د کمزوري ایران تصور په بشپړ ډول له منځه تللی دی.»

هغه زیاته کړه: «د امریکا له لورې پر ایران د جنګ  په دویمه یا درېیمه ورځ، ټرمپ په یوه ټویټ کې دوې کلمې ولیکلې: بې‌قیدوشرطه تسلیمېدل. دوی د ایران د تسلیمولو په لټه کې وو، خو ناهیلي شول؛ د نظام د بدلون هڅه ئې وکړه، خو ناهیلي شول؛ د ایران د ویشلو  په لټه کې شول،بیا هم ناامیده شول؛ د داخلي  ګډوډیو په لټه کې شول؛خو  هر هغه پلان  چې ئې کولی شو، تعقیب ئې کړ، خو په  ټولو کې کې ناکام شول چې جنګ  په چټکۍ سره خپلې نتیجې ته ورسوي.

 په  عین حال کې، د ایران د بهرنیو چارومرستیال وزیر  کاظم غریب‌آبادي، د هرمز تنګي په اړه د ټرمپ د نوې ادعا په غبرګون کې، په ټولنیزو رسنیو کې وویل: لکه څنګه چې ټرمپ د تلپاتې فارس خلیج نوم په سمه توګه ولیکه، ډېر ژر به د هرمز تنګي په اړه د هغه وهم یا اصلاح شي، او یا به ئې مونږ د دغه وهمي  کس وهمونه اصلاح کړو.