-
د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان نن ایران ته راځي
Aug 27, 2026 06:08رویټرز خبري اژانس د قطر د باندنیو چارو د وزارت د ویاند ماجد الانصاري په قول وویل د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني به نن تهران ته ورشي او هلته به د ایران له چارواکو سره د تاوتریخوالو د کمولو د لارو چارو په هکله بحث وکړي.
-
د پاکستان د حکومت د اپوزیشن لوري مشر د ایران پر ضد د ټرمپ څرګندونې خورا خطرناکې وبللې
Aug 22, 2026 06:04د پاکستان په پارلیمان کې د حکومت د اپوزیشن ګوندونو د ائتلاف مشر د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښونو ته سخت غبرګون وښود.
-
د ایران بچیان به دښمن ته د یوه ګام اخیستو اجازت هم ورنه کړي
Aug 22, 2026 05:31پارسټوډي ـ د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سټراټیژیک سمندري ځواک قوماندان وویل: د ایران وسلهوال ځواکونه په خپل ټول توان سره د دښمن پر وړاندې کلک ولاړ دي او اجازت به ورنه کړي چې دښمن حتی یو ګام هم مخکې واخلي.
-
هرمز اوبلارې ته د تلو او د راتلو لپاره مو یوه لاره جوړه کړې ده
Aug 20, 2026 05:34زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوې رسنۍ د دغه هیواد د څو حکومتي چارواکو په قول ادعا وکړه چې هرمز اوبلارې ته د ننوتلو او وتلو لپاره مو یوه لاره رامینځته کړې ده او هره ورځ کابو لس میلیونه بیرله تیل له دغه لارې د انرژۍ بازارونو ته منتقلیږي.
-
امریکا د هرمز اوبلارې په هکله د ایران او د عمان د خبرواترو په پرمختګ اندیښنه وښودله
Aug 18, 2026 10:33پارس ټوډې- «وال سټریټ جورنال» ورځپاڼې د امریکا د چارواکو په قول ولیکل واشنګټن اندیښمن دی د ایران او د عمان ترمینځ موافقه په هرمز سمندري اوبلارې باندې د تهران د کنټرول د تثبیت سبب شي.
-
قالیباف د هرمز تنګي په اړه د ټرمپ د شاتګ روایت بیان کړ
Aug 15, 2026 15:33پارسټودي ـ د ایران د اسلامي شورا د مشر وویل، د ایران له خبرداري وروسته، ډونالډ ټرمپ اړ شو چې د هرمز تنګي په اړه له خپل دریځ څخه شاتګ وکړي.
-
نیویارک ټایمز: د ایران بریدونو د امریکايي جنګي بېړیو د اکمالاتو بهیر ګډوډ کړ
Aug 15, 2026 16:01پارسټودي ـ نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې ایران د جنګ په لومړیو کې په بحرین کې د امریکا سمندري اډه په نښه کړه، چې له امله یې د امریکا د یوه مهم لوجستیکي مرکز فعالیت له ګډودي سره مخ شو.
-
د امریکا بهرنی سیاست د افراطي دروغو چورلیز دی
Aug 15, 2026 15:52پارسټودي ـ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوِوویل، د سیمې او ایران په اړه د امریکا بهرنی سیاست له افراطي دروغمحورۍ سره مخ دی.
-
هرمز اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي
Aug 15, 2026 05:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزیر د حقوقي او د نړیوالو چارو مرستیال «کاظم غریب ابادي» د هرمز اوبلارې په اړه د امریکا د ولسمشر ټرامپ له سپینې سترګي توب څخه د ډکو څرګندونو په اړه ډاګینه کړه، هرمز سمندري اوبلاره یوازې د ایران په حکم سره تړل کیږي او خلاصیږي او په ټویټ پیغام، جنګي کشتۍ، د حکم په ورکولو او په انتخاباتي وینا سره دغه اوبلاره څوک نشي خپلولای.
-
عراقچي امریکا ته په وینا کښې:د هرمز اوبلارې په اړه دې ستره محاسباتي غلطۍ کړې ده
Aug 13, 2026 14:43پارس ټوډې- د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا استخباراتي کمزورتیا او د دغه هیواد محاسباتي غلطیو ته په اشارې سره ، د ایران پرضد جنګ د دغو تیروتنو یوه روښانه بیلګه وبلله او د امریکا چارواکو ته په وینا کښې یې وویل:له جعلي خبرونو بدتر، جعلي اطلاعات دي؛ ځیر ووسئ.