-
قدس د صهیونیسټ دښمن په وړاندې د اتحاد بیلګه ده
May 22, 2020 00:56فارس خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کښې د فلسطین مسله د اسلامي دنیا لومړۍ موضوع وبلله او ویې ویل د قدس نړیواله ورځ د صهیونیسټ ګډ دښمن په وړاندې د اسلامي امت د اتحاد بیلګه ده .
-
د افغانستان د شمال ټولنې د قدس ملاتړ وکړ
May 22, 2020 00:49تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د شمال د روحانیت ټولنې ټینګار وکړ د قدس نړیواله ورځ د قدس شریف د ازادۍ سریزه ده .
-
د قدس ورځ د اسلامي امت د ویښتیا او د پیوستون ورځ ده
May 22, 2020 00:42زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل د قدس ورځ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د ازادۍ په لاره کښې د اسلامي امت د ویښتیا د پیوستون او د وحدت او د نړیوال استکبار او صهیونیزم له خطر سره د مقابلې ورایښت دی .
-
امریکا د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریکه ده
May 22, 2020 00:09ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیګا له صهیونیسټ نیواکګر رژیمه د سپینۍ ماڼۍ د چارواکو هراړخیزه ملاتړونو ته په اشارې سره امریکا د دغه رژیم په ټولو تیریو کښې ونډه لرونکي او مسوله وبلله .
-
قدس نړیواله ورځ د مسلمانانو د وحدت بیلګه ده
May 21, 2020 23:44زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني بیګا د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه(۱) پیغام کښې قدس د فلسطین د پلازمینې د نه بدلیدا په اصل باندې ټینګار سره وویل د روژې د میاشتې په اخري جمعې ورځ د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ملاتړ د مراسمو ترسره کیدل د اسلامي ایډیالونو په دفاع کښې د مسلمانانو د استقامت د وحدت او د یوزړه توب بیلګه ده .
-
د ۲۰۲۰ کال د قدس د نړیوالې ورځې په هکله د مقاومت د مشرانو د ویناؤ اړخونه
May 21, 2020 11:06په لویدیځې آسیا کښې د مقاومت مشرانو تیره چارشنبه د قدس د ورځې د یوڅلویښتمې کلیزې په مناسبت یولړ څرګندونې وکړې چې مختلف اړخونه لري.
-
فلسطين هم هغه شان د مهمو سيمه ايزو، نړيوالو او اسلامي مسائلو په سر کښې دے
May 21, 2020 06:31د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر وويل، د فلسطين موضوع هم هغه شان د مهمو سيمه ايزو، نړيوالو او اسلامي مسائلو او اندېښنو په سر کښې شتون لري.
-
د فلسطین دمظلوم ملت د ملاتړ لپاره پخپلو ژمنو عمل کوو
May 21, 2020 03:09هغه څه چې د صهونیسټي دښمن په وړاندې دتسلیمیدو او د اړیکو د عادي ولو په باب ئې وینو ، د مونږ دامت حقیقي تصویر نه دی ، مونږ نن سبا له بل هروخته زیات د مقاومت دچورلیز د هیوادونو ترمینځ د ا تحاد د ایمان ، صبراو اخلاص،په سیوري کې د قدس او د هغه آزادولو ته نزدې شوي یوو.
-
د قدس د آزادۍ راز، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فرامنيو پېروي ده
May 20, 2020 08:30د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې د شيعه علماء کونسل مشر وويل، د قدس شريف د ازادۍ راز د ايران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د فرمائشاتو پېروي ده.
-
د قدس ورځ د نړۍ د مظلومانو په ملاتړ کښې د اسلامي امت د قوت د نندارې ډګر دے
May 20, 2020 07:41د رهبرۍ د خبرګانو شورا د قدس شريف د نړيوالې ورځ په درشل کښې د يوې بيانيې په جاري کولوسره تاکيد وکړ، د قدس نړيواله ورځ د نړۍ د مظلومانو په تېره بيا د فلسطيني مظلوم ولس په ملاتړ کښې د اسلامي امت د قوت د نندارې او د استکبار له محاذ څخه د بېزارۍ د اعلان ډګر دے.