قدس د صهیونیسټ دښمن په وړاندې د اتحاد بیلګه ده
فارس خبري اژانس وايي د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کښې د فلسطین مسله د اسلامي دنیا لومړۍ موضوع وبلله او ویې ویل د قدس نړیواله ورځ د صهیونیسټ ګډ دښمن په وړاندې د اسلامي امت د اتحاد بیلګه ده .
هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه لخوا د قدس د نړیوالې ورځ په توګه د روژې د مبارکې میاشتې د اخري جمعې ټاکل د فلسطین د مسلې په هکله د اسلامي امت د ستر مسولیت د یادونې په هدف سره وبلل .
بدرالدین الحوثي وویل سپیڅلي ځایونه په هغو اصولو کښې راځي چې اسلامي امت یې ګیرچاپیر راټولیږي او هغه داسلامي امت د اتحاد ستره بیلګه ده .
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط هم بیګا د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې ټینګار وکړ قدس د اسلامي نړۍ او د یمن د ملت لومړنۍ مسله ده .